یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهغزني کې د پولیسو د ځانګړې قطعې آمر له طالبانو سره په...

غزني کې د پولیسو د ځانګړې قطعې آمر له طالبانو سره په نښته کې وژل شوی

تاند، چهارشنبه، د اسد ۲۹مه: د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي تاییدوي چې په دغه ولایت کې د پولیسو د ځانګړي قطعې د ښوونې او روزنې آمر فیروز احمد له طالبانو سره د یوې نښتې پر مهال وژل شوی دی.

د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده وايي، دا پېښه پرون سه شنبه د غزني ښار په مربوطاتو کې د ارزو په کلي کې رامنځته شوې ده.

نوموړی زیاتوي په دغه نښته کې طالب جنګیالیو ته مرګژوبله اوښتې خو تر اوسه یې کره شمېره نه ده معلومه شوې.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

غزني د هېواد په سویل کې یو له نا امنو ولایتونو څخه دی چې د ښار په ګډون یې په یو شمېر نورو سیمو کې طالبان په پراخه کچه فعالیتونه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب