جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهکابل کې دوو چاودنو؛ د پوهنې وزارت د علمي شورا د رئیس...

کابل کې دوو چاودنو؛ د پوهنې وزارت د علمي شورا د رئیس په ګډون دوه کسان ووژل

تاند، چهارشنبه، د اسد ۲۹مه: په کابل ښار کې نن سهار دوه چاودنې شوي دي. لومړۍ چاودنه په ارزان قیمت کې د دولسمې ناحیې اړوند سیمه کې رامنځته شوې چې یو نظامي کس یې وژلی دی.

امنیتي سرچیني وايي، په ارزان قیمت کې د پولیسو په یو رینجر موټر چاودنه کې یو تن وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

دویمه چاودنه د کابل ښار د پینځمې ناحیې اړوند کمپنۍ ساحه کې د پوهنې وزارت د کارمندانو پر موټر شوې، چې په کې د دغه وزارت د علمي شورا رئیس عبدالباقي امین وژل شوی دی.

امنیتي سرچینو د عبدالباقي امین د وژل کېدو خبر تایید کړی دی.

د پوهنې وزارت سلاکار دستګیر منیر هم د پېښې د پخلي تر څنګ ویلي، چې سیمې ته یې د څېړنو لپاره یو پلاوی لېږلی دی.

د امنیتي سرچینو په خبره د امین په موټر کې ماین ځای پر ځای شوی وو.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې په کابل کې بمي چاودنې زیاتې شوي، چې د نظامی کسانو سربېره ملکي خلکو پکې مرګژوبله اوړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...