جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeټولنیزنفاق وطنونه تباه کوي او اتفاق هېوادونه جوړوي| محسن داوړ

نفاق وطنونه تباه کوي او اتفاق هېوادونه جوړوي| محسن داوړ

یوه ولسي کیسه چې د اتفاق د اهمیت په حقله یې اکثر د هر کور مشران خپلو کشرانو ته کوي چې د یو باچا پینځه۵ زامن وو،یوه ورځ باچا پینځه واړه زامن خپله کوټه ته را و غوښتل بیا یې هر یو زوی ته یو وچ کلک لرګی ورکړو چې دغه لرګی مات کړه، زوی به د لږ غوندې زور سره هغه لرګی مات کړو

چې کله هر یو کس یو یو لرګی مات کړو بیا باچا پینځه پینځه لرګي ورکړل چې دغه مات کړئ! د باچا زامنو بشپړ وس پرې و کړ خو لرګي یې مات نه کړل


اخېر کښې باچا زامنو ته و وئیل چې دغه پینځه لرګي ستاسو لپاره دغه سبق دی چې که تاسو د نفاق ښکار یئ! بیا به یو یو داسې مات شئ لکه یو لرګی، خو که تاسو پینځه واړه په اتفاق او اتحاد یئ! بیا څوک هم نه شي کولی چې تاسو مات کړي
د پښتون افغان وطن په تاریخ که مونږ نظر واچوو چې کله هم ولسونو اتفاق او اتحاد کړی دی د نړۍ لویو لویو قوتونو ته یې ماته ورکړې ده

میرویس خان نیکه چې ولسونه راغونډ کړي او د اتفاق په مزي یې تړلي دي بیا یې د وخت لوی قوت ته شکست ورکړو او ګورګینیان یې د خپل وطن نه په زور شړلي دي

د افغانستان بنسټ ګر ستر بابا احمدشاه ابدالي چې کله په ولسي اتفاق بریالی شو بیا یې لوی امبراتور مغل ته نه دا چې ماته ورکړه بلکې تر ډیلي پورې یې خپله افغانۍ امپراتوري قایمه کړه

تر ستر بابا احمدشاه ابدالي نه وړاندې د افغانانو یو ځانګړی هېواد نه وو
دا چې نن د افغانستان په نوم د نړۍ په نقشه کښې یو هېواد شتون لري دا د هغه اتفاق او اتحاد لاسته راوړنه ده چه افغانانو کړی وه او احمدشاه ابدالي بابا یې خپل مشر و ټاکلو

د احمدشاه ابدالي بابا او د هغه د زوی تیمورشاه د مرګ نه پس د افغانانو د بخت ستوری یو ځل بیا د نفاق په وریځو کښې پټ شو

د شاه زمان،شاه محمود، شاه شجاع او داسې په لسګونه د نفاق حوالې شتون لري چې افغانستان یې د بې ساري زوال سره مخ کړو، افغانانو د اتفاق خوږه د نفاق په ترخو بدل کړل

د کندمک او ډېورنډ په څېر منحوس تړونونه او لاسلیکونه هم دغه د نفاق د تورې بلا وجه وه
فرنګي سامراج هغه کانې په پښتون افغان وطن وکړې چې تک تور تاریخ لري

د غازي امان الله خان د واکمنۍ په مهال یو ځل بیا افغانانو ته د اتفاق او اتحاد اړتیا پېښه شوه

ولسونه منظم شول،خپلمنځي اختلافات یوې خوا ته شول افغانانو په یو لاس او یوه خلۀ د خپلواکۍ د بیرته اخستلو ناره پورته کړه

دغه ناره، دغه مزاحمت دومره قوي،دومره څټک وه چې د انګرېز په څېر د نړۍ ستر او لوی قوت یې په دې مجبوره کړو چې بیرته یې خپلواکي واخستله

نن افغانان د یو سل او یو ۱۰۱ د خپلواکۍ ورځ لمانځي
د افغانانو په معلوم تاریخ کښې ډېرې لویې پېښې داسې شتون لري چې کله کله د سړي روح پرې خوشحاله شي او بیا کله کله روح و سېزي او احساس و رېبي

نن هم باید افغانان تاریخي تېروتنې تکرار نه کړي
دا هېواد ،دغه قومونه او دغه ځورېدلي انسانان باید نور د جنګ، نفرت، تشدد،او د نفاق په چړو غوڅ غوڅ نه شي
د دغه هېواد وګړي باید نور د ژوند خوږه و خوري

په دغه غمزپلي،جنګزپلي او سوزېدلي وطن کښې تلپاتې سوله ته اړتیا ده
سوله به دغه هېواد ته ژوند راوړي
سوله به دغه وطن ته د رنګونو پسرلي راولي
دغه وران ویجاړ وطن به په خپل منځي اتفاق او اتحاد سره جوړیږي
باید د دغه هېواد دعوېداران د سولې لپاره شریک کار وکړي

د ملي روغې جوړې لپاره دې هر څوک زړه سپین او نیت صفا کړي
د روانو بین الافغاني مذاکراتو نه زمونږ دا هیله ده،دا تمه ده چې دواړه ډلې به د هر څه له مخه د هېواد د تلپاتې سولې او پرمختګ لپاره کار وکړي

د هېواد د دفاعي،اقتصادي،سیاسي مضبوطیا لپاره به یو او بل و زغمي.
هغه وایي: چې یو جګ نه شي بل ټیټ نه شي بیا وخت نه تېریږي:
په بین الافغاني مذاکراتو کښې باید دواړه ډلې د خپلې خپلې انا قرباني ته ملا و تړي او د افغانستان د روښانه مستقبل سوچ دې وکړي
هغه د یو چا شعر دی

دا د سرو او سپینو ډک وطن ابادول غواړي”
دا سمسور وطن دې به اسرا د اغیار مه پرېږده!”

درنو افغانانو! که غواړئ! چې په وطن کښې سوله وي
که غواړئ! چې افغانستان د نړۍ سیال وي
که غواړئ! چې مونږ هم د نورو انسانانو په څېر ارام ژوند وکړو
بیا د خدای خاطر وکړئ! یو لاس، یو موټی،یو قدم او یو اواز شئ!
د نفاق،جنګ،ذهني او جسماني تشدد و توره بلا ته په ورورولۍ او اتفاق سره ماته(شکست) ورکړئ! او د ستر خوشحال خټک دغه ارمان سوونه کاله پس پوره کړئ! چې.

اتفاق په پښتنو کښې پیدا نه شو’
ګني ما به د مغل کرېوان پاره کۀ”

6 COMMENTS

  1. ډیر ښه پیغام مو موږ ته راکړ، الله پاک دې ستاسې دا هیلې او ارمانونه پوره کړي، او زمونږ د افغان ملت په کور کې دې اتفاق سوله او سوکالي راولي، او الله دې وکړي چې هر افغان ستاسې دا غږ واوري او په زړه او دماغ کې ورته ځای ورکړي. او دا به لرې نه وي چې افغانستان د سیمې او نړۍ په کچه یو سیال، غښتلی او هوسا هیواد واوسي.
    ډیره زیاته مننه، ښاغلی مشره !
    کور مو ودان .

  2. دروند محسن داوړ د ميني ډک سلامونه،
    څومره خوږ پيغام ده
    په رښتيا هم چه له د خاوري سره مينه او خواخوږي لری
    په رښتيا هم چه دا وطن او کلچر تاسوته ګران دی
    په رښتيا هم چه په خپلو بابا ګانو فخر کوی
    دا ډير د خوشحالي ځای ده چه اوس افغان مشرانو د يووالي او ملي روغي اواز اوچت کړي دي
    زموږ ټولو افغانانو دا ارمانونه دالله پوره کړي
    روغ او بريالي اوسي

  3. سلامونه،
    ورور دوړ محسن ساب ښې چارې او په قلم مو برکت.
    ستاسو نظر د پښتنو افغانانو د اتفاق او نه نفاق په اړه بالکل صحیح دی.
    پخوانی تاریخ او ملي مشران او پادشاهان دې خدای وبخشي ، مهمه اوس د پښتون افغان وطن له قسم خوړلو دشمنانو څخه بیا آزادول او د سولې، امن او ترقۍ پر لیار سیخول دي.
    ۷۳ کلن پنجابستان څه حق لري چې ځان ته اسلام په نوم جوړ سوی جمبوریت هم وايي او بیا د مسلمان افغانستان سره د خپل نامحرم پلار (انګریز) دښمنیانې او کرغیړن ازغن تار راکاګي او ټول لوی او واړه شعوب او قبایل سره بیلوي او ویزو اخیستلو ته ېې مجبوروي !. دې کې د افغانساتن د ادارې ځينې ګوډاګۍ او لڼډغرې کړئ او تش په نامه پاشا !!! یان هم پړ دي .
    پاکستان په کوم حق د افغان تاریخي ویاړونه لکه غوري، غزنوي ، ابدالي ا.د..ن. پخپلو مردارو راکټونو ګدي او بیا کونړ، چمن بولدک، خوست او… پرې ولي ؟ او زمونږ حیرانتیا دا ده چې د پښتونخوا او بلوڅخوا پښتانه وروڼه خویندې ورته سیل کوي او هیڅ عکسالعمل نه ښيي؟؟.
    صرف د پشتون تحفظ موفمنټ =پي.ټي. ایم. دا څو کاله د لر او بر یو افغان ناره پورته کړې او له ژوند څخه نیولې، تر آزادۍ او حقه حقونو غوښتلو پرلتونه، لاریونونه او چغې ېې پوته کړي ؛ مګر تور مخي پنجابي جاسوسانو، فوجیانو، ملیشو ، پولیسوالاوو او داخلي ګوډاګیانو او د څو کلدارو مردارو او قدرت لیونیانو او انګریزي اسلام مولاناګانو ؛ د پښتون افغان په سپین سرو، ځوانانو، ماشومانو او پیغلو د کافرانو وسلې او مرمئ واورولې او لا ېې ظلمونه دوام لري.
    وبښئ چې تبصره مې اوګده سوه ، نو د سولې، آزادۍ، او بشري حقونو د لاس ته راوړلو په لور د پ.ت. ام صفونه قوي کړو.
    په درنښت.

  4. داوړ صاحب ته سلامونه!
    څوک چی اتفاق نه غواړی هغه خامخا کوم مهلک مرض لری؛ یا جاهل او خودپسند دی،یا مزدوراو غلام دی ، یا منافق او جاسوس دی ، نو خامخا یو مهلک مرض لری چی علاج یی ضروری دی ورنه صف پری مه مرداروی
    الله جل جلاله دی مؤمنان ، صف مرصوص کی منظم کړی آمین یا رب العالمین

  5. سلا م
    ړوند له خدای (ج ) څځه څه غواړی دوه سترګې. افغانستان یوازې او یوازې سوله غواړی.جاهل ،غلام،مزدور ، جاسوس او منافق دافغانستان د برخلیک اصلی دښمنان دی.داخلک که هر ډول دکرونا کټبوز واچوی بیاهم مفسدپېژندل کیږی چې مفسد الارض خاین او سره لیوان دی .په القابو یې مه تېروځی .داکیسه ددریم ټولګی کتاب کې وه په لږ توپیر سره چې املا ءاو دلرګیو شمېره یی باید یو څه سمه شی .کور مو ودان موږتل اتفاق ته سترګې په لاره یو . اتفاق موچیو کړی چې شات جوړوی او دملکې له خوا بې له انحصاره رهبری کیږی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب