دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهراتلونکې سه شنبه د خپلواکۍ د ۱۰۱ مې کالیزې په ویاړعمومي رخصتي...

راتلونکې سه شنبه د خپلواکۍ د ۱۰۱ مې کالیزې په ویاړعمومي رخصتي اعلان شوه

تاند ( یک شنبه، د اسد ۲۶) د افغانستان دکار او ټولنیزو چارو وزارت راتلونکې سه شنبه د روانې اسد میاشتې ۲۸ نېته په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان کړه.

یاد وزارت دا رخصتي د هېواد د خپلواکۍ د بیا ترلاسه کولو د ۱۰۱ مې کالیزې په ویاړ اعلان کړې ده.

هرکال د اسد د میاشتې ۲۸ په ټول هېواد کې په خورا شاندارو مراسمو نمانځل کیږي او په خاطر یې عمومې رخصتي اعلانیږي.

افغانستان په کال ۱۹۱۹ میلادي کې د شاه غازي امان الله خان په وخت کې خپلواکۍ د بیاځلې لپاره له بریتانیا ترلاسه کړه.

افغان حکومت او ولسونه د هېواد په بیلابیلو سیمو کې په شاندارو مراسمو دا ورځ نمانځي.

https://taand.net/%d9%84%d8%ba%d9%85%d8%a7%d9%86-%da%a9%db%90-%d8%af-%d8%ae%d9%be%d9%84%d9%88%d8%a7%da%a9%db%8d-%d8%af-%db%b1%db%b0%db%b1-%d9%85%db%90-%da%a9%d8%a7%d9%84%db%8c%d8%b2%db%90-%d9%be%d9%87-%d9%88%db%8c/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب