د تاريخ په اوږدو کې تل د کابل له نامه سره د بالاحصار نوم تړلی و. بالاحصار به کله د خلکو د اوسېدو ځای و، شا و خوا یې ښکلې منظره وه. کله به مذهبي مرکزونه په کې اباد وه او تر ډيره بیا د لویو پاچاهانو د برم او قدرت د مرکز په توګه پيژندل شوی دی.
دا پر غونډۍ جوړه شوې پخوانۍ کلا چې ځای- ځای تخریب شوې وران شوي دیوالونه یې شاهدي ورکوي، چې سلګونه کاله پرې اوښتي دي.
لیکواله مریم شریفي د کلا د خصوصیاتو په اړه لیکي:
«د کابل په بالاحصار کې شاوخوا زړې ودانۍ او هم تاريخي اسناد ګواهي ورکوي چې د بالاحصار په شمالي لمن کې يو بشپړ ښار ودان ؤ، چې شاهي ارګ، د بېلابېلو چارو ادارې، د لویو مامورینو استوګنځایونه، د خزانو او دولتي شتمنيو د ساتلو ځای، حمامونه او نور د عامې ګټې اخېستنې ځايونه پکې ودان شوي ول او د هغه وخت له غوښتنو سره سم یې د ښاري ژوند ټول امکانات او اړتیاوې درلودې.»
د کابل پوهنتون استاد محبوب شاه محبوب په دې اړه په خپله یوه مقاله کې لیکلي:
« د بالا حصار ځينې بهرني ديوالونه د تيږو،خټې ،چونې او ګچو نه جوړ دي او په ځينو ځايونو کې پکې د تکیي لپاره د لرگي تيراو کله کله ددې د پاسه پخې خښتې ولگول شوې دي.»
د کابل دا لرغونې کلا له پخوا زمانو د پوځي اهدافو لکه څار او دفاع لپاره کارېدلې ده.
ویل کیږي چې دا کلا د میلاد له دویمې نه تر پنځمې میلادي پیړۍ په حدودو کې جوړه شوې ده، له شېردروازې پاس دا د کابل د زاړه ښار يوه نه بېلېدونکې برخه وه.
بي بي سي پښتو څانګه د دې لرغوني ځای په اړه په خپل یوه راپور کې وايي:
«د کابل بالاحصار د جگړو له امله څو ځلې وران شوى او بيا رغول شوى دی. دغه ځاى د برتانويانو د د ښکېلاک پرمهال د دغو ځواکونو يو مهم مرکز گڼل کېده چې په وروستي ځل په ١٩ پېړۍ کې د جگړو په ترڅ کې وسوځول شو او کلا ته پکې ډير زيان واوښته.»
کابل بالاحصار د تاریخ په اوږدو کې د ګڼو قوتونو ترمنځ لاس په لاس شوې او سختې جګړې ورباندې تېرې شوې دي.
لیکواله صفیه حلیم په دې اړه وايي:
«څو کاله کيږي دلته د کشان وختونود ژوند نښې څرگندې شوې چې په لومړي ميلادي پيړۍ کې د افغانستان واکمن و. په پينځمې ميلادي پيړۍ کې د کابل شاهانو له خوا دلته کلااودې ته څيرمه ديوال شاو خوا سل کاله وروستوجوړشول. دغونډۍ په لويديځه څوکه ددې نښې ليدل کيږي. د اوومې نه تر پينځلسمې پيړۍ کابل د بلخ،هرات اوغزني په شان تاريخي اهميت يې نه درلود. د گوډ تيمور د حملې نه وروستو دلته مغل کيناستل.»
د دوهمې او پنځمې ميلادي پيړیو تر منځ موده کې په بالا حصار کې بودايي مذهبې مرکزونه وو، کله چې په پنځمه ميلادي پيړۍکې د لویو کوشانیانو پلازمینه له کاپیسا څخه د عربي ځواکونو چې قوماندان يې عبدالرحمن د ثمره زوی و د جګړو په پایله کې کابل ته ولیږدیدله، دوی په بالاحصار کې د واک چلولو له پاره مرکز جوړ کړ.
هغه دیوالونه چې د شیر دروازې او آسمايي غرونو پر سرونو جوړ شوي دي د يفتليانو (هیاطله) د واک په موده يعنې په شپږمه میلادي پیړۍ پورې تړاو لري.
د لسمې میلادي پیړۍ په وروستیو کې کابل د غزنويانو د واکمنۍ برخه شوه او د ۱۰۳۱ میلادي کال سلطان مسعود غزنوي د ۱۶۷۰ جنګي فیلانو سره بالاحصار ونیو.
له غزنويانو وروسته غوریانو او بیا خوارزمشاهانو هم د کابل په بالاحصار کې خپل استازي لرل. چګیزیانو هم په ۱۲۲۱ میلادي کال په ژمي کې د کابل په بالاحصار کې مېشت شول.
کله چې ګوډ تیمور په ۱۳۹۸ میلادي کال له دې ځایه هند ته پر لار و، په بالاحصار کې يې خپل لمسی الغ بیګ د والي په توګه وټاکه.
ظهيرالدین محمد بابر هم کله چې په ۱۵۰۴ میلادي کال کابل ونیو، په بالاحصار کې مېشت شو. نږدي ۲۲ کاله بالاحصار د بابر د واکمنۍ مقر و.
بابر ته به په کابل کې اوسېدلو ډیر خوند ورکاوه او تل به يې په اړه ویل:
«در قصر کابل شراب بنوش و پیمانه را بدون وقفه سر کش، زیرا کابل هم کوه است هم دريا، هم شعر هم صحرا و در ذات خود سر زمین یکتا.»
بابر په ۱۵۲۶ میلادي کال ډهلي ونیو، خو بیا يې هم له کابل سره خپله مینه وساتله، له مړيني وروسته يې له وصيت سره سم په کابل کې خاورو ته وسپاره.
له بابر وروسته اولادونو يې همایون، اکبر، جهانګیر او شاه جهان به هم کابل ته راتلل او په بالاحصار کې به مېشت وو.
په ۱۶۵۹ میلادي کال د شاه جهان زوی اورنګزیب پاچا شو. دی هم کابل ته د راتګ پر وخت به په بالاحصار کې اوسیده.
نادر افشار به هم د کابل په بالاحصار کې استازي لرل. احمدشاه بابا هم کله چې به هند ته پر لاره و په بالا حصار کې پاته کېده.
د احمدشاه بابا له مړينې وروسته زوی يې تيمورشاه په ۱۷۷۵ میلادي کال کله چې د افغانستان پلازمينه يې له کندهار څخه کابل ته ولیږدوله، په بالاحصار کې میشت شو.
د تيمورشاه له مړینې وروسته د شاه زمان، شاه محمود، شاه شجاع، امير دوست محمدخان او امیر شیرعلي خان د واک د چلولو او اوسېدلو ځای هم بالاحصار و.
د انګریزي ځواکونو یو بولندوی(برنس) په خپلو ياداښتونو کې لیکي:
«د پاسني بالاحصار په تناسب د لانديني بالاحصار ساحه پراخه او د پنځه زرو تنو د اوسېدلو ظرفیت يې درلود او زر کورنۍ په کې اوسېدلي.»
د ۱۸۷۹ میلادي کال د سپتمبر پر درېيمه نیټه ښوریدلو او غوسه شویو سرتیرو په بالاحصار کې د انګریزانو د استازي(کیوناري) پر کور برید وکړ. کیوناري او څو تنه نور انګرېزان په کې ووژل شول او کور هم د اور په لمبو کې لولپه شو.
انګرېزانو د غچ اخیستلو په پلمه د ۱۹۷۹ میلادي کال د اکتوبر په میاشت کې د(سر فرید رابرتس) په مشرۍ پر کابل یرغل وکړ، بالاحصار يې ونیو. د همدغو جګړو له امله د بالاحصار ډېره برخه ويجاړه او له منځه لاړه.
بالاحصار یوازې د واک چلولو او اوسېدلو ځای نه و. د امير شيرعلي خان د واکمنۍ پر مهال په بالاحصار کې د مهماتو او وسلو ډیپوګان، ورکشاپونه، د باروتو ژرنده او د باروتو څو انبارونه موجود وو.
کله چې د (رابرتس) ځواکونو بالاحصار ونیو، له نيولو سره سم د باروتو يوې سترې ډيپو اور واخیست او له دې سره ستره چاودنه وشوه. همغه و چې د بالاحصار ډیرې برخې د اور د لمبو خوراک شوې.
کله چې عبدالرحمن خان د افغانستان امیر شو، څرنګه چې بالاحصار نور د اوسېدلو نه و، نو د واک د چلولو او اوسیدلو له پاره يې د اوسني ارګ د جوړولو ډبره کېښوده او په خپله د باغ بالا په ماڼۍ کې استوګن شو.
د بالاحصار په پاسنۍ برخه کې چې یو څه جوړ او اباد وو، ډيوگانو او زندان ته یې ځای ورکړ.
د اعلیحضرت محمدنادر خان او بیا د اعلی حضرت محمدظاهر شاه د واکمنۍ په لومړيو کې حربي پوهنتون په بالاحصار کې فعال و.
وروسته په ټوله موده کې په لاندنۍ برخه کې به پوځي قطعات مېشت وو.
د بالاحصار پاسنۍ برخه تر اوسه ویجاړه او د دې له پاره چې انګرېزان خفه نه شي د سیلانیانو له سترګو لیرې ساتل شوې ده.
دغه تاریخي ودانۍ د کورنیو جګړو په وخت کې هم سخته زیانمنه شوې، خو رغونې ته یې هغسې چې ښايي پام نه دی شوی.
حکومت په ۲۰۰۸م کال کې د بالاحصار د بشپړ ترمیم خبر ورکړی و، خو داسې ښکاري چې دا چارې بشپړې شوې نه دي.
بالاحصار د افغانانو د وياړ او د تاریخ یوه برخه ده، رغول يې د هر په هيواد مئین افغان دنده ده.