یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهامریکايي رسنۍ: طالبان د ارزښتونو لپاره نه، بلکې د قدرت لپاره جنګېږي

امریکايي رسنۍ: طالبان د ارزښتونو لپاره نه، بلکې د قدرت لپاره جنګېږي

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۶مه: د نشنل انټرسټ ویبپاڼې په یوه راپور کې ویلي، طالبان په دې فکر کې دي چې د سولې خبرو کې ځنډ او د ځيني مسایلو نه منل به دوی واک ته ورسوي.

په راوپور کې راغلي د افغانستان له جګړې یواځې افغانان نه؛ بلکې ټول هغه لوري ستړي شوي چې په روانه جګړه کې یې د یوې خوا طرفداری کاوه.

د سرچینې په خبره په دې وروستیو کې سولې ته د افغانانو هېلې هم ورو ورو په یو خیال بدلېږي او په همدې توګه طالبان ښیي چې جګړه یې د ارزښتونو لپاره نه بلکې د قدرت لپاره ده.

سرچینه وايي، ددې لپاره چې طالبان جګړې ته د پای ټکی کېږي په مختلفو پلمو د افغانستان له حکومت سره خبرې اترې ځنډوي په داسې حال کې چې امریکا سره یې د سولې هوکړه پخوا لاسلیک کړې ده.

دغه امریکايي رسنۍ په خپل راپور کې کاږي، طالبان ځکه د سولې خبرې اترې ځنوډوي چې له امریکایي لوري سره یې مذاکراتو څخه زده کړي چې که چېرته له ځینو مسائلو په شا شي او مخالفتونه شدید کړي نو کولی شي له امریکا ډېر امتیازات تر لاسه کړي.

په راپور کې دا هم ذکر شوي چې طالبان باید د افغانستان اوسني واقعیتونه درک، مذاکرات پیل او شته ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب