Homeخبرونهجوزجان کې د طبیعي ګازو د دویمې څاه د کیندنې چارې په...

جوزجان کې د طبیعي ګازو د دویمې څاه د کیندنې چارې په بشپړېدو دي

تاند ( یک شنبه، د اسد ۲۶) د افغانستان د کانونواو پټرولیم وزارت مسؤلان وایي، چې په جوزجان ولایت کې یې د طبیعي ګازو د دویمې څاه د کیندنې چارې پيل کړې.

زیاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې زیاتوي، چې یاده څاه د دې وزارت په مدیریت او بودیجې کیندل کیږي.

د جوزجان په یتیم تاق سیمه کې د لومړۍ څاه ترڅنګ، چې څو میاشتې وړاندې کیندل شوي دویمه څاه هم په بریالیتوب سره وکیندل شوه.

د چارواکو په وینا، یادې څاه ګانې په ۲۴ ساعتونو کې د ۳۰۰ زره مترمکعب ګازو تولید وړتیا لري.

جوزجان د طبیعي ګاز ډېرې زېرمې لري او د اقتصادي چارو د پوهانو په وینا که حکومت ورته پاملرنه وکړي نو ښايي ژر له نورو هېوادونو د ګازو د واردولو مخنیوی وشي.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت څه موده وړاندې په خپله فېسبوک پاڼه د یادو څاګانو په تړاو لیکلي وو، چې دا په افغانستان کې لومړی ځل دی، چې د ۴۰ میګاواټه په اندازه له طبیعي ګازو برېښنا تولیدیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...