یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهترکیه: امریکا به د دوی پر وړاندې د هراقدام دروند پور پرې...

ترکیه: امریکا به د دوی پر وړاندې د هراقدام دروند پور پرې کړي

تاند ( یک شنبه، د اسد ۲۶) د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان ویاند ابراهیم کالین وایي، چې که چېرته امریکا وغواړي د ترکیې پر وړاندې غلط ګام پورته کړي نو دروند پور به یې پرې کړي.

کالین دا خبرې د نیویارک ټایمز له لوري د جوبایډن یوې خپرې شوې ویډیویي مرکې ته په اشارې کړې دي.

په هغه مرکه کې بایډن ویلي وو، دی د امریکا د اوسنۍ ادارې له لوري د اردوغان پر وړاندې له راتلونکو اقداماتو خبرشوی او په اړه یې اندېښمن دی.

د اردوغان ویاند بیا زیاته کړې، چې د ترکیې په اړه د بایډن تحلیل د نوموړي د جهل، ریاکارۍ او دوه مخيتوب ښکارندویي کوي.

ابراهیم کالین د خپلو خبرو امریکا ته ګواښ کړی، چې ترکیې ته امر کولو وخت پای ته رسېدلی او په خبره یې که چېرته امریکا فکر کوي، چې دا کار کولی شي نو تجربه دې کړي.

هغه په ټينګارسره ویلي،چې امریکا به د خپل هر ډول اقدام دروند پور پرې کړي.

https://taand.net/%d8%af-%d8%aa%d8%b1%da%a9%db%8c%db%90-%d8%af-%d9%86%d8%b8%d8%a7%d9%85%d9%8a-%d8%aa%d9%85%d8%b1%db%8c%d9%86%d8%a7%d8%aa%d9%88-%d9%be%d9%87-%d8%ba%d8%a8%d8%b1%da%ab%d9%88%d9%86-%da%a9%db%90-%d8%af/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب