یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهبادغیس او کونړ ولایتونوکې  ۳۹ وسله والوطالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

بادغیس او کونړ ولایتونوکې  ۳۹ وسله والوطالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

تاند ( یک شنبه، د اسد ۲۶) د بادغیس ولایتي چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې ۳۰ وسله وال طالبان د افغان ځواکونو په بریدونو کې وژل شوي دي.

د یاد ولایت سرپرست والي فیض محمد میرزا زاده رسنیو ته ویلی، چې یاد شمېر طالبان تېره شپه هغه مهال ووژل شول کله، چې د دې ولایت په قادس او مقر ولسوالیو کې پر امنیتي پوستو د ډله يیزو بریدونو پلان درلود.

مېرزا زاده زیاتوي، چې نښتې د شپې تر ناوخته دوام وکړ او په خبره یې په کې ۶ امنیتي سرتیري هم ټپيان شوي دي.

دغه راز د یوه بل خبر له مخې په ختیځ کې دملي اردو چارواکي وایي، چې تېره شپه وسله والو د کونړ ولایت په دانګام ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي، چې په ځوابیه برید کې پنځه تنه وسله وال وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

ختیځ کې ۲۰۱ سېلاب قول اردو په یوه خبرپاڼه کې وایي، چې د وسله والو د برید له امله یو ملکي وګړی هم ټپي شوی دی.

بل لورته وسله والو طالبانو تراوسه د یادو پېښو په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب