Homeسپورتیوې افغانې نجلۍ په غرختنه کې نوی رېکارډ جوړ کړ

یوې افغانې نجلۍ په غرختنه کې نوی رېکارډ جوړ کړ

تاند ( یک شنبه، د اسد ۲۶) د فاطمې سلطاني په نوم یوې افغانې غر ختونکې نجلۍ نوی رېکارډ جوړ کړ.

نوموړې افغانه نجلۍ ۱۷ کلنه ده، چې د افغانستان ترټولو لوړغره ته په ختلو سره یې ریکارډ جوړکړی دی.

فاطمه سلطاني د بدخشان د هندوکش د غرونو په لړکې نوشاخ څوکې ته ختلې، چې دا څوکه ۷۴۹۲ متره لوړوالی لري.

د یادونې ده، چې د غر ختنې په دې سیالیوکې د کابل، بامیان، بغلان، بدخشان، میدان وردګ، غزني او هرات ولایتونو څخه درې نجونو او شپږو هلکانو برخه اخیستې وه.

یاد شمېر غرختوونکو د ۲۰۲۰ کال په جولای میاشت کې خپل مزل پیل کړی و.

دغه غرختونکي درې اوونۍ وروسته د اګست پر۶ نېټه د شپې اوه بجې د نوشاخ څوکې ته رسېدلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...