Homeخبرونهحسن روحاني: اماراتو فلسطینیانو سره خیانت کړی

حسن روحاني: اماراتو فلسطینیانو سره خیانت کړی

تاند(یکشنبه، د اسد ۲۶) له اسراییل سره د اماراتو د روابطو پر تړون له ترکیې هیواد وروسته ایران هم اندېښنه څرګنده کړې ده.

د ایران ولسمشر حسن روحاني په یوه وینا کې، دا تړون فلسطینیانو سره خیانت بللی او په اماراتو یې غږ کړی دی چې که چېرته اسراییل ته په سیمه کې د پښې اېښودو ځای ورکړي نو تاریخي غلطي به وکړي او د خپلې دې اشتباه بدې پایلې به خامخا وویني.

روحاني زیاته کړې، دا تړون د امریکا تر اغېز لاندې شوی دی او دا ټولو ته څرګنده ده چې امریکا له هیڅ هېواد سره تر پایه ملګرتیا نه ده کړې او امارات به هم تږي تر اوبو تېر کړي.

د ایران او امریکا اړیکې له پخوا کړکیچنې دي، دا لومړی ځل نه دی چې د ایران ولسمشر حسن روحاني په امریکا تور لګوي بلکې له دې وړاندې هم ایران په ډیری موضوعاتو کې امریکا راښکیله کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...