یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهروغتیا وزارت: عاشورا مراسم باید په ازاده فضا کې پرځای شي

روغتیا وزارت: عاشورا مراسم باید په ازاده فضا کې پرځای شي

تاند(یکشنبه، د اسد ۲۶) د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، د کورونا ویروس د خپرېدو مخنیوي په هدف باید د عاشورا مراسم په کمو راټولېدنو او ازاد فضا کې ترسره شي.

له دغه وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د یاد وزارت سرپرست وزیر احمد جواد عثماني تېره ورځ دا خبرې د عاشورا مراسمو د ترسراوي کمېسیون له غړو سره په ناسته کې کړې دي.

نوموړي په دې لیدنه کې ویلي چې دغه وزارت به د ماسک او ضدعفوني موادو د برابرېدو په برخه کې د عاشورا مراسمو له ترسره کوونکو سره مرسته وکړي.

د عاشورا مراسمو د ترسره کېدو کمېسیون د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې دغه مراسم د محرم میاشتې له پنځمې تر یولسمې په پرانیستې فضا کې ادا شي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس هم کورونا ویروس په هېواد کې د خپرېدو په حال کې دی او نن هم ۴۵ تنه د هېواد په مختلفو برخو کې پر دې ناروغۍ اخته شوي دي.

د عاشورا مراسم هر کال په هیواد کې ترسره کیږي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب