یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهامرالله صالح: که د طالبانو وسه وشي همدا نن د مرکچي ټیم...

امرالله صالح: که د طالبانو وسه وشي همدا نن د مرکچي ټیم غړي وژني

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۶مه: د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د حکومت د مرکچي پلاوي پر غړې فوزیه کوفي شوی برید د طالبانو کار دی.

په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو پر پخوانۍ استازې او د حکومت د مذاکره کوونکي ټیم پر غړې فوزیه کوفي د تېرې جمعې په ماښام د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې وسله واله برید شوی وو چې نوموړې پکې ټپي شوې وه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر فوزیه کوفي شوي برید کې ددغې ډلې لاس لرل رد کړي دي.

امرالله صالح په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، پر فوزیه کوفي شوی برید یو تروریستي او د انساني اصولو خلاف عمل دی او ویلي یې دي دغه کار طالبانو تر سره کړی دی.

ښاغلي صالح زیاته کړې که د طالبانو وسه وشي همدا نن د حکومت د مرکچي ټیم غړي وژني او یا یې په یوه انتحاري حمله کې له منځه وړي.

د صالح په خبره له افغانانو سره د طالبانو ناوړه چلند او دښمني د افغان ولس له تصور وتلې خبره ده.

نوموړي زیاته کړې د طالبانو له نظره ټولنه په دوه طبقو ویشل شوې، چې یوه یې دوی او بله یې عام خلک دي چې باید د دې ډلې اطاعت وکړي.

هغه دا هم ویلي تر هغه چې د طالبانو له ذهنونو دغه شان فکرونه لرې کېږي ډېر وخت به ونیسي.

د ولسمشر لومړي مرستیال د خپلو خبرو پر دوام ویلي: « قوي او ژور نظامي او امنیتي اقدامات موږ سولې ته نږدې کوي.»

امرالله صالح دغه څرګندونې په داسې مهال کړي چې د حکومت مذاکره کوونکی ټیم د سولې خبرو لپاره قطر ته د سفر پر تیاریو بوخت دي.

ټاکل شوې د ۴۰۰ طالب بندیانو له خوشې کېدو وروسته د حکومت او طالبانو تر منځ خپلمنځي خبرې پیل شي.

د افغانستان حکومت پخوا ددغو بندیانو له خلاصون سره مخالفت ښودلی وو، خو ولسمشر اشرف غني د مشورتي لویې جرګې په سلا سره د دوی د خلاصون حکم لاسلیک کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب