Homeخبرونهپه کابل کې په رڼا پوهنتون وسله وال برید ترسره شوی

په کابل کې په رڼا پوهنتون وسله وال برید ترسره شوی

تاند(یکشنبه، د اسد ۲۶) نن ورځ وسله والو کسانو په کابل کې د رڼا پوهنتون پر یو شمیر زده کونکو او امنیت ساتونکو برید وکړ.

پیښه نن سهار شاوخوا ۱۰ بجې او ۳۰ دقیقې هغه مهال وشوه کله چې زده کونکي پوهنتون ته د ننوتلو په حال کې ول.

د رڼا پوهنتون یوه محصل رسنیو ته وویل چې په موټر سایکل سپرو وسله والو په زده کونکو او امنیت ساتونکو ډزې کړي.

هغه وویل چې په برید کې دوه زده کونکي او د پوهنتون دوه محافظان په کې ټپیان شوي دي. د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز پیښه تایید کړې؛ خو هغه وویل نور جزییات په تحقیق پورې اړه لري.

تر دې دمه کومې ډلې د یاد برید پړه په غاړه اخیستې نه ده.

دا لومړی ځل دی چې په کابل کې د لومړي ځل لپاره په رڼا پوهنتون باندې وسله وال برید ترسره کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي. مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي....