یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهوحیدعمر: طالبان د افغان حکومت د مذاکراتي ټیم پر وړاندې د استدلال...

وحیدعمر: طالبان د افغان حکومت د مذاکراتي ټیم پر وړاندې د استدلال وړتیا نه لري

تاند (پنج شنبه، د اسد ۲۳) په عامه اړیکو کې د ولسمشرځانګړی سلاکار وحیدعمرنن په کابل کې د ځوانانو ملي کنفرانس ته په وینا کې وویلې، چې طالبان د افغان حکومت د مذاکراتي ټیم پر وړاندې د استدلال هېڅ وړتیا نه لري.

وحید عمرویلي، چې طالبان هیڅ راز ولسي ملاتړ او سرمایه نه لري.

دنوموړي په خبره د یادې ډلې د کمزورۍ ټکی دا دی، چې دوی علمي، فرهنګي، اقتصادي پانګه نه لري او په خبره یې دوی نه شي کولی د افغان حکومت د مرکچي پلاوي پر وړاندې استدلال وکړي.

په عامه اړیکو کې د ولسمشرځانګړی سلاکار وحیدعمر داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې په دې وروستیو کې سولې ته د رسېدو لپاره هیلې ډیرې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد دننه او د باندې ټول په دې هیله دي، چې ژر بین الافغاني خبرې پيل او اوربند وشي.

افغان حکومت له دې وړاندې په ځلونو ویلي، چې د دوی له لوري مذاکراتي ټولشموله ټیم خبرو ته اماده دی خو زیاتوي، چې طالبان دې خبرو ته کیني.

وسله والو طالبانو بیا له دې وړاندې ۴۰۰ طالب بندیانو خلاصون د بین الافغاني خبرو پيل لپاره لوی خنډ یاد کړی وو.

دوی ویلي وو که حکومت یې ۴۰۰ بندیان خوشې کړي نو بین الافغاني خبرو ته به کیني.

که څه هم افغان حکومت د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو د خلاصون فرمان لاسلیک کړی خو تراوسه یاد شمېر بندیان نه دي خوشې شوي.

https://taand.net/%d8%b5%d8%af%db%8c%d9%82%d9%8a-%d9%be%d9%87-%db%b4%db%b0%db%b0-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8-%d8%a8%d9%86%d8%af%db%8c%d8%a7%d9%86%d9%88-%da%a9%db%90-%db%b5%db%b6-%d9%be%d9%87-%d8%a7%d8%b9%d8%af%d8%a7/

5 COMMENTS

  1. روره څه په ګډو ډو سره یې. خبره د بې منطقۍ او زور ده. له جاهل سره بلکل استدلال نه کېږي. طالب چې په استدلال پوهېدلی جګړه به یې نه کوله.
    د طالب تر شا د ای اس ای مغز پروت دی او د ای اس ای تر شا بیا د انګریز مغز پروت دی.

  2. داسی ښکاری چی ( منطق ) ‍‍د زورَور او سپین سترګی کس په غیږه کی د شتون استعداد نلری.
    دپښتو یو متل دی:
    ژرنده که د مور ده هم په زور ده.

  3. و حید عمرصاحب تاسی د سولی په دي نازک پړاو کی استدلال او نا استدلال پریږدی. کوښښ وکړی هغه مسبتی خبری وکړی چه سوله راشی.
    عمر صاحب دغه چڼی بیا راروان دی کوښښ وکړه چه د قُدری، خلاصی تر څنګ د غسل، اودس ، لمونځ فرض او سُنت یاد کړی او هم نور اسلامی معلومات ځکه بیا په دغه حالت کی چڼی د استدلال څخه مخکی ګوزار کوی.
    خو دغه د چڼی ځامن به دا کرت دا یو سوال ځمونږ او ستاسو څخه حتمی کوی چه امام حسین د چا لمسی دی؟
    څه به وکړو د پیښی نه تیښته نشته الله دي خیر کړی.

  4. وحید عمر صاحب ته : که ټالب له تاسونه پوښتنه وکړي چې حضرت امام حسین د چالمسی وو؟ نو په ځواب کې به ورته ووایې چې:
    حضرت امام حسین رض د حضرت علي کرم الله وجهه زوي او د خدای تعالی ج د برحقه رسول حضرت محمد ص لمسی وو. فکر دې وي چې دا ځواب ښه زده کړې .

  5. وه رښتیا بله خبره می د یاده ووتله
    دحکومت مرکچي پلاوي کی داسی کسان ونه لیږی چه اسلامی استدلال یی کمزوری وی، داسی نه چه ځمونږ د سولی توقع بیا د چڼو لخوا د خاورو سره خاوری شی. مولوی قلم الدین چه د چڼو د امربالمعروف اونهی عن المنکر ریس وه همدا اوس په کابل کی دی، هغه د یو څو ورځو لپاره وګماری چه مرکچي پلاوي ته د چڼو او ملایانو دسوال او ځواب او ناستی پاستی چلونه وروښایی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب