یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهارګ: طالبان دې د ولس غږ ته په لبیک له جګړې لاس...

ارګ: طالبان دې د ولس غږ ته په لبیک له جګړې لاس واخلي

تاند ( پنج شنبه، د اسد ۲۳) ارګ په یوه خبرپاڼه کې د کندهار په پنجوایي ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له امله د یوې ماشومې او میرمنو په ګډون د یو شمېر ملکیانو پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې.

ارګ په خبرپاڼه کې دغه راز په طالبانوغږ کړی، چې د سولې او مخامخ مذاکراتو پیلېدو په درشل کې باید له تاوتریخوالي په ځانګړي ډول په لویو لارو کې د ماینونو له خښولو لاس واخلي.

سرچینه وایي په دې ماینونو کې ډیروخت ملکي وګړو مرګ ژوبله اوړي.

خبرپاڼه کې دغه راز پر یاده ډله غږ شوی،چې تلپاتې او باعزته سولې ته د رسېدو لپاره دې د ولس، حکومت او سولې مشورتي لویې جرګې غږ ته لبیک ووایي او جګړه ودروي.

خو بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

له دې وړاندې په عامه اړیکو کې د ولسمشرځانګړي سلاکار وحید عمرهم نن په کابل کې د ځوانانو ملي کنفرانس ته په وینا کې ویلې، چې طالبان د افغان حکومت د مذاکراتي ټیم پر وړاندې د استدلال هېڅ وړتیا نه لري.

وحید عمر ویلي، چې طالبان هیڅ راز ولسي ملاتړ او سرمایه نه لري.

https://taand.net/%d9%88%d8%ad%db%8c%d8%af%d8%b9%d9%85%d8%b1-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86-%d8%af-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%d8%ad%da%a9%d9%88%d9%85%d8%aa-%d8%af-%d9%85%d8%b0%d8%a7%da%a9%d8%b1%d8%a7%d8%aa/

نوموړي زیاته کړې د یادې ډلې د کمزورۍ ټکی دا دی، چې دوی علمي، فرهنګي، اقتصادي پانګه نه لري او په خبره یې دوی نه شي کولی د افغان حکومت د مرکچي پلاوي پر وړاندې استدلال وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب