یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهضمیر کابلوف: د بین الافغاني خبرو اترو په مراسمو کی ګډون کوم

ضمیر کابلوف: د بین الافغاني خبرو اترو په مراسمو کی ګډون کوم

تاند(پنج شنبه، د اسد ۲۳) د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف وویل چې هغه په ​​دوحه کې د بین الافغاني خبرو اترو د پرانستې په مراسمو کې د ګډون پلان لري.

ضمیر کابلوف څرګنده کړې، کله چې نیټه ټاکل کیږي حتمي به ګډون کوي.

کابلوف وایي: « زه اراده لرم چې پخپله هلته لاړ شم او سربیره پردې چې د دواړو افغاني پلاوو سره کار کوم ، زه به د ملګرو سره د افغانستان د سولې پروسې پرمخ وړلو لپاره هم کار کوم».

د نوموړي په ​​وینا، تر هغه، چې د افغانستان حکومت د ۴۰۰ طالب بندیانو خوشې کولو پریکړه عملي نه کړي بین الافغاني خبرې نه پيلیږي.

تراوسه د بین الافغان خبرو د پيل نيټه نه ده معلومه خو طالبانو له دې وړاندې ویلي، چې که افغان حکومت یې ۴۰۰ طالب بندیان خوشې کړي دوی به بین الافغاني مذاکرات ژر پيل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې یوځل بیا افغان ولس سولې ته هیله من شوی او د جګړې له ښکیلو خواوو غواړي څو سوله وکړي او جګړه ودروي.

1 COMMENT

  1. د کابلوف دا څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې مستقمه مداخله ده :
    « د افغانستان حکومت د ۴۰۰ طالب بندیانو خوشې کولو پریکړه عملي نه کړي بین الافغاني خبرې نه پيلیږي »
    وایې دوه به سره جوړ سي که کابلوف یې په منځ کې نه وي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب