یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد پاکستان د پوځ مشر قمر جاوېد باجوه د مرستو د دوام...

د پاکستان د پوځ مشر قمر جاوېد باجوه د مرستو د دوام په هیله سعودي ته سفر کوي

تاند (پنجشنبه، د اسد ۲۲) د روېټرز خبري آژانس د راپور له مخې د پاکستان د پوځ مشر قمر جاوید باجوه سعودي عربستان ته ځي.

له هغه وروسته چې سعودي، پاکستان ته ورکړی یو میلیار ډالرو پور بېرته واخیست او په دغه هېواد یې د ۶.۲ میلیارده ډالرو مرستې او تیلو د بندېدو خبره وکړه، د پاکستاني پوځ مشر قمر جاوېد باجوه سعودي ته د مرستو د دوام په هیله سفر کوي.

په راپور کې راغلي د باجوه د سفر موخه له سعودي سره د اړیکو عادي کول بلل شوي دي.

د سرچینې په خبره د دواړو هېوادونو اړیکې وروسته تر هغه خرابې شوي چې پاکستان له سعودي څخه غوښتنه وکړه څو د کشمیر په مسئله کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان غونډه راوبولي.

سعودي عربستان د پاکستان دغه غوښتنه ونه منله او پرېکړه یې وکړه چې دغه هېواد ته به نه پور او نه هم تېل ورکوي.

1 COMMENT

  1. باجوه د کچکول سره ورغلی او بیا به عربانو ته عذر او زارۍ وکړي چې یو څه په کچکول کې ورواچوي. د هغوی شرطونه د کشمیر څخه لاس اخستل، د ایران نه برښنا او ګاز نه اخستل، د اسرائیلو سره د اړیکو جوړول او د بهرنیو چارو د وزیر ګوښه کول دي. درناوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب