یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهروغتیا وزارت: اوس هم په هېواد کې د کورونا د پراختیا ګواښ...

روغتیا وزارت: اوس هم په هېواد کې د کورونا د پراختیا ګواښ شته

تاند ( پنج شنبه، د اسد ۲۳) د افغانستان دعامې روغتیا سرپرست وزیر جواد عثماني وایي سره له دې، چې په هېواد کې په وروستیو څو اوونیو کې د کورونا وبا مثبتې پېښې کمې شوې دي خو؛ په خبره یې د پراختیا ګواښ یې لا هم موجود دی.

عثماني نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته په خبرو کې د هېواد په شعیه وګړو غږ وکړ، چې د محرم مراسم باید په سرپټو ځایونو کې ترسره نه کړي.

د عامې روغتیا د وزیر په خبره که څه هم دې مراسمو ته یې د کورونا ویروس مخنیوي په موخه وقایوي ټیمونه چمتو کړي دي خو زیاتوي، چې هېوادوال باید کورونا جدي وګڼي او په سرپټو ځایونوکې له راټولېدنې ډډه وکړي.

یاد وزارت وایي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کورونا وبا ۸۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې، چې ورسره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۷ زره او ۴۲۴ ته رسېدلی دی.

سرچینې زیاته کړې، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کورونا اخته ۹ کسان مړه شوي او ۲۰  تنه نوربیا روغ شوي دي.

https://taand.net/%d8%aa%d8%b1%da%a9%d9%85%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d9%87%d8%b1%d8%a7%d8%aa-%da%a9%db%90-%d8%af-%db%8c%d9%88-%d8%b1%d9%88%d8%ba%d8%aa%db%8c%d8%a7%d9%8a%d9%8a-%d9%85%d8%b1%da%a9%d8%b2-%d8%af-%d8%ac/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب