Homeخبرونهد کابل په خاکجبار ولسوالۍ کې د درې سرتېرو جسدونه موندل شوي...

د کابل په خاکجبار ولسوالۍ کې د درې سرتېرو جسدونه موندل شوي دي

تاند (پنجشنبه، د اسد ۲۳) د رسنیو د راپورونو له مخې د کابل ولایت په خاک جبار ولسوالۍ کې درې سرتیري د طالبانو تر نیول کېدو وروسته وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې د ملي اردو دغه سرتېري د ۱۱۱ فرقې اړوند وو چې د چهار شنبې په ورځ په خاکجبار ولسوالۍ کې د یوې نښتې پرمهال تر نېول کېدو وروسته ووژل شول.

په همدې حال کې د یوه سرتېري د کورنۍ غړي وايي چې له هغه څخه یې سر غوڅ کړی دی.

طالبانو تر اوسه ددغې پېښې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

سارا علي خان: کله مې چې د اداکارۍ پرېکړه وکړه، وزن مې ۱۰۰ کیلوګرامه و

تاند (جمعه، د تلې/ میزان ۲۹ مه) د بالیووډ اداکارې سارا علي خان ویلي، کله چې دې په فلمونو کې د کار کولو پرېکړه...