یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاسټرالیا: د امریکا او طالبانو تر منځ شوې هوکړه کې ډېرې نیمګړتیاوې...

اسټرالیا: د امریکا او طالبانو تر منځ شوې هوکړه کې ډېرې نیمګړتیاوې شته

تاند (پنجشنبه، د اسد ۲۳) د استرالیا یوه انسټیټیوټ د افغانستان په هکله په خپل راپور کې لیکلي، امریکا اوس په هغه موقف کې ده چې کلونه پخوا دلته روسیې لرل او د هغوی په څېر هڅه کوي څو د خپلو سرتېرو ایستلو ته زمینه برابره کړي.

په راپور کې دغه راز راغلي په قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ په شوې هوکړه کې ډېرې نیمګړتیاوې موجودې دي.

د  ستراتیژیست انسټیټیوټ په دغه خپاره شوي راپور کې راغلي، خلیلزاد هڅه کوي طالبان د تاوتریخوالي کمښت ته وهڅوي خو اوس یې وخت تېر شوی دی.

سرچینه د همدې خبرې پر دوام وايي امریکا ته په کار وو، تر تړون مخکې یې په دې هکله فکر کړی وای چې څه ډول د خپلو پوځیانو تر وتلو وروسته په افغانستان کې یوه باوري سوله راوستلی شي.

په راپور کې دغه راز زیاته شوې ټرمپ ددې پر ځای چې د افغانستان ادارې ته وګوري، راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو کې یې د خپلې بریا لپاره یوه کمزورې هوکړه وکړه.

داسې هوکړه چې نه پکې طالبان دېته مجبور شوي چې تاوتریخوالی کم کړي او نه هم په دغه هېواد کې د بهرنیو د مداخلو په هکله څه ویل شوي دي.

راپور کاږي له همدې څخه معلومېږي چې شوې هوکړه کې د یو ثابت او دوام لرونکي سیاسي جوړجاړي لپاره امکانات خورا کم دي.

1 COMMENT

  1. واقیعا په دغه موافقت نامه کي نیګړتیاوي ترسر پورته دي هغه څنګه ؟
    طالیبانو ته ئ داسي موقف ورکو لکه ديوه برحال حکومت ویل ئ تاسو به داعش اوالقاعیده له افغانستانه باسۍ ۰
    درحال چه دوي له دغو ټولو ترورستي ډلو سره روابط لري اوپه ګډه په افغانستان کي جګړه کوي ۰
    دوم دوي دپاکستان په ملاتړ اونظارت لاندي پټ او معلوم دترینینګ محلونه لري ۰ اما په قطع نامه کي ورته هیڅ اشارهنه ده سویې چه ترڅو به داملاتړ دوام لري ۰
    دریم خلیل زاد دافغانستان سولي له پاره هیڅ کارنه ده کړی تنها دخپلو سرتیرو ته ي دتګ زمینه برابره کړیې او دترمپ خبره په حقیقت بدلول اوځانته له ترمپ نه امتیاز اخستل دي ۰
    تنها دغه دوه اخیرو هفتو کي ۱۲۱ نفره ملکيان شهیدان او زیاد شمیر زخمیان دي ۰
    پاکستان دغه پالیسي له خلیل زاد سره یوځاي په مخبیائ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب