یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهکورنیوچارو وزارت: طالبانو په تیرو ۲ اونیوکې ۴۵۷ ملکیانو ته مرګ ژوبله...

کورنیوچارو وزارت: طالبانو په تیرو ۲ اونیوکې ۴۵۷ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

تاند ( پنج شنبه، د اسد ۲۳) د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وایي، چې وسله والو طالبانو په تیرو ۲ اونیو کې ۴۵۷ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

ارین وایي، وسله والو طالبانو عامو خلکو ته دا مرګ ژوبله د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې په تېرو ۲ اونیو کې اړولې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین زیاتوي، چې په یاده موده کې د طالبانو په بریدونو کې ۱۲۱ ملکیان وژل شوي او ۳۳۶ نور ټپیان دي.

د یادونې ده، چې تېره ورځ د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هم په یوه خبرپاڼه کې د بمي چاودنو له امله د ملکي وګړو پر مرګ ژوبلې اندیښنه ښکاره کړې وه.

یاد کمېسیون له وسله والو طالبانو غوښتني وو، چې باید د ملکيانو د ژوند خوندیتابه په موخه په لارو کې د ماینونو له خښولو ډډه وکړي.

https://taand.net/%d8%af-%d8%a8%d8%b4%d8%b1%d9%8a-%d8%ad%d9%82%d9%88%d9%86%d9%88-%d8%ae%d9%be%d9%84%d9%88%d8%a7%da%a9-%da%a9%d9%85%db%8c%d8%b3%db%8c%d9%88%d9%86-%d8%a8%d9%85%d9%8a-%da%86%d8%a7%d9%88%d8%af%d9%86%d9%88/

وسله والو طالبانو تراوسه د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو په تړاو څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب