یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهصدیقي: د خوشې کېدونکو بندیانو د خلاصون په هکله د طالبانو وروستۍ...

صدیقي: د خوشې کېدونکو بندیانو د خلاصون په هکله د طالبانو وروستۍ ادعاوې بې اساسه دي

تاند (پنجشنبه، د اسد ۲۳) د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند وايي، د طالب بندیانو د خلاصون په اړه د دغې ډلې وروستۍ ادعاوې چې ګوندې خوشې کېدونکي بندیان یې له خطر سره مخامخ دي بې اساسه دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پرون چهارشنبه وویل، چې د دوی د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د بندیانو د خلاصون پروسه له جدي امنیتي ګواښونو سره مخامخ ده.

نوموړي د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي، یوه داعشي ډله هڅه کوي د افغانستان د حکومت د استخباراتو، ځیني نظامیانو او همدارنګه د پلچرخي زندان د یو شمېر امنیتي پوستو د قومندانانو په مرسته له دغه زندان څخه د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو پر لېږدوونکي موټر برید وکړي.

خو د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي: « د طالبانو د پاتې يو شمېر بندیانو د امنیت تامین د څرنګوالي په اړه د طالبانو ډلې وروستي تورونه بې مورده او بې اساسه دي.»

نوموړی وايي، حکومت په دې برخه کې له وړاندې ټول اقدامات تر سره کړي او طالبانو ته پکار ده، په دې ډول د خلکو اذهان ګډوډ نه کړي.

ښاغلي صدیقي زیاته کړې طالبان دې د دا ډول اعلامیو له خپرولو څخه ډډه وکړي او په لوی لاس دې ددغې پروسې ګډوډولو ته لمن نه وهي.

https://taand.net/%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86-%db%8c%d9%88%d9%87-%d8%af%d8%a7%d8%b9%d8%b4%d9%8a-%da%89%d9%84%d9%87-%d8%b2%d9%85%d9%88%da%96-%d9%be%d8%b1-%d8%ae%d9%88%d8%b4%db%90-%da%a9%db%90%d8%af%d9%88%d9%86/

که څه هم د ولسمشر غني په ګډون یو شمېر افغان چارواکو د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو له خوشې کولو سره مخالفت درلود، خو د مشورتي لویې جرګې په سلا سره یې د دغو زندانیانو د خلاصون حکم لاسلیک کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب