یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهکویټه کې د لاسي بم په بریدکې د ماشومانو په ګډون ۸...

کویټه کې د لاسي بم په بریدکې د ماشومانو په ګډون ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

تاند ( پنج شنبه، د اسد ۲۳) د بلوچستان په مرکزي ښارکویټه کې ناپيژاندو کسانو له لوري په غورځول شوي لاسم بم کې یو ماشوم وژل شوی او ۷ تنه نور ټپيان دي.

د کوېتې امنیتي مسولان وایي وسله والو کسانو دا بم د کوېټې په مایکرو سیمه کې په یوه دوکان غورځولی دی.

پولیس وایي په ټپیانو کې هم دوه ماشومان شامل دي او ټول ټپيان ملکي خلک دي.

د سرچینو په خبره د پیښې ټپیان د بولان روغتیايي مرکز ته وړل شوي او په خبره يې د ځينو ټپیانو روغتیايي وضعیت د انديښنې وړ ښودل شوی دی .

پولیس وایي سیمه یې محاصره کړې او په اړه یې پلټنې پيل کړي دي.

په دې وروستیو کې د بلوچستان په یو شمېر سیمو کې امنیتي وضعیت ډير ترینګلی شوی او خلک یې سخت اندیښمن کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب