شنبه, فبروري 7, 2026
Homeخبرونهولسمشر غني د ښځو د عالي شورا د جوړونې فرمان صادر کړ

ولسمشر غني د ښځو د عالي شورا د جوړونې فرمان صادر کړ

تاند (پنجشنبه، د اسد ۲۳) ولسمشر محمد اشرف غني د اساسي قانون د ۶۴ مادې له مخې د ښځو د عالي شورا د جوړولو حکم صادر کړ.

د ولسمشرۍ  ماڼۍ د چارو دفتر وايي، د دې شورا د رامنځته کولو هدف د میرمنو ځواکمنول، د ښځو د حقونو د ډاډ او ترويج لپاره د کورنیو او نړیوالو همکارانو تر منځ همغږي، پلان او د ښځو د حقونو په اړه د نړیوالو تعهداتو تعقیب او پلي کول او د فعالیتونو ارزونه ده.

په پام کې ده ولسمشر غني ددغه شورا ریاست وکړي.

د ښځو د عالي شورا دارالانشاء هم د ښځو د چارو وزارت او د ولسمشرۍ چارو ادارې ته سپارل شوې ده.

په دغه شورا کې د ۲۶ دولتي او غیر دولتي بنسټونو د استازو له جملې د ولایتونو ښځینه مرستیالانې، د ښځو د حقونو مدافعین او د مدني ټولنې استازي شتون لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...