یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهترکمنستان هرات کې د یو روغتیايي مرکز د جوړیدو لپاره د وسایلو...

ترکمنستان هرات کې د یو روغتیايي مرکز د جوړیدو لپاره د وسایلو مرسته وکړه

تاند ( پنج شنبه، د اسد ۲۳) ترکمنستان له افغانستان سره د کورونا د مخنیوي په خاطر د روغتیايي وسایلو مرسته وکړه.

د یاد هېواد سرکونسل مرادوف وایي، چې دوی دا مرسته د ترکمنستان هېواد د جمهور رئيس په آمر ترسره کړې او په خبره یې د دوی مرستې په په بیلابیلو برخوکې دوام لري.

نوموړي دا مرسته د هرات روغتیايي چارواکو ته سپارلې او ویلي یې دي، چې دا مرسته ۳۰۰ زره ډالره قیمت لري.

په مرسته شوې بسته کې د شاملو توکو په تړاو څه نه دي ویل شوي، خو د یاد هېواد سرکونسل مرادوف زیاته کړې، چې دا وسایل یې دهرات تورغنډۍ سیمه کې د یوه روغتیايي مرکزجوړېدو لپاره دوی ته ډالۍ کړي څو د تورغنډۍ د سیمې اوسېدونکي له دې مرکز نه روغتیايي خدمات ترلاسه کړي.

په ورته مهال د هرات د روغتیا ریاست مرستال محمد آصف کبیر په دې ولایت کې د کورونا د مثبتو پېښو له زیادښت وروسته د ګاونډیو له مرستو مننه کړې او دوام یې اړین بولي.

کبیر په تورغنډۍ سیمه کې د دې روغتیايي مرکز جوړیدل نه یواځې د یادې سیمې اوسېدونکو ته د خوښۍ زیری وباله ترڅنګ یې ترکمنستان ته د تلونکو مسافرو لپاره یې هم یوه اسانتیا یاده کړه.

https://taand.net/%d8%a7%db%8c%d8%b1%d8%a7%d9%86-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d8%b3%d8%b1%d9%87-%d8%af-%da%a9%d9%88%d8%b1%d9%88%d9%86%d8%a7-%d9%be%d8%b1-%d9%88%da%93%d8%a7%d9%86%d8%af%db%90/

1 COMMENT

  1. سرکونسل د ایراني نیولوجیزم هغه اصطلاح ده چې د افغانستان د باندینیو چارو وزارت په قانون او د نړیوالو پېژندل شویو کنوانسیونونو کې ورته جنرال قونسل او ادارې ته یې جنرال قونسلګري وایی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب