پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهپه ارزګان کې د کونځلو کښت زیات حاصل ورکړی

په ارزګان کې د کونځلو کښت زیات حاصل ورکړی

تاند(سه شنبه، د اسد ۲۱) د ارزګان مرکز ترينکوټ سره کلا، بیدک کلې او شاوخوا سيمو کې ډېرو بزګرو په خپلو ځمکو کې کونځلې کرلې دي.

د سيمي خلک وايي، مخکي به يې پخپلو ځمکو کې د کوکنارو کر کېله کوله، چې ستړيا يې زياته وه، ګټه يې کمه وه؛ خو په خبره يې د کونځلو په کښت سره يې ورځنۍ چارې ښې شوې دي.

د ارزګان بزګران وایي، د کونځلو بیه هم د نورو حاصلاتو په پرتله ډېره ده، ځکه خو خلکو اوس د دغه کښت کر ته مخه کړې او د کوکناور پر ځای یې کري.

د ارزګان اوسیدونکي وایي”موږ تېر کال لږ د کونځلو تخم پيدا کړ، هغه مو وکرل او ښه حاصل یې ورکړو.

هغوې وایي د کونځلو د کښت خوارې کمه ده او موږ سږ کال په ټولو هغه ځمکو کونځلې کرلې چې، تیر کال مو پرې کوکنار کرل.

د ارزګان د کرنې اومالدارۍ ریاست مسولین هم په دغه ولایت کې د کونځلو کښت ته خوشحاله دي او په خبره يې چې دغه کښت د کوکنارو يو ښه بديل دی.

د ارزګان د کرني اوبو لګولو او مالداري رياست مشر احمدشاه خيري وايي، په راتلونکو کلونو کې پلان لري چې پر مرکز ترينکوټ سربېره په ولسواليو کې هم خلکو ته د کونځلو د پروسس ماشينونه ورکړي، څو دغه کښت ښه وده وکړي.

د کونځلو د حاصل د زیاتوالې خبره بزګران داسې مهال راپورته کوي چې تردې وړاندې خلکو پخپلو ځمکو کې په زياته اندازه د کوکنارو کرکېله کوله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب