پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهپاکستان افغان محصلانو ته په تعلیمي برخه کې د اسانتیا برابرولو ژمنه...

پاکستان افغان محصلانو ته په تعلیمي برخه کې د اسانتیا برابرولو ژمنه کړې

تاند( سه شنبه، د اسد ۲۱) د پاکستان ټوډی ورځپاڼې په بنسټیزو چارو کې د لومړي وزیرعمران خان د ځانګړي استازي محمد شهزاد ارباب له قوله لیکلي، چې دوی له افغانستان سره د نږدې او غوره اړیکو غوښتونکي دي.

ارباب ویلي، چې دوی هڅه کوي له افغانستان سره خپلې اړیکې لا پیاوړې کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې هېواد به یې په نږدې راتلونکي کې د افغان سوداګر پر مخ پرتې ستونزې حل او دغه راز خپلې دروازې له دغه هېواد سره د سوداګرۍ پر مخ پرانیزي.

د محمد شهزاد ارباب په خبره پاکستان به په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.

هغه په ټینګار سره ویلی، چې دوی به په ځانګړې توګه افغان زده کوونکو ته د خپل هېواد په تعلیمي ادارو کې د زده کړو زمینه برابره کړي.

له دې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي دي، چې په یوه اونۍ کې به د افغانستان او پاکستان ترمنځ تګ راتګ عادي حالت ته راوګرځي.

https://taand.net/%d8%b9%d9%85%d8%b1%d8%a7%d9%86-%d8%ae%d8%a7%d9%86-%db%8c%d9%88%d9%87-%d8%a7%d9%88%d9%86%db%8d-%da%a9%db%90-%d8%a8%d9%87-%d9%84%d9%87-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d8%b3/

د یادونې ده چې د افغانستان د میوو حاصلاتو اخیستو سره هم مهاله پاکستان خپلې دروازې د افغان سوداګرو پر مخ تړلې دي.

1 COMMENT

  1. افغانانو د ژمي په توده مه نازېږئ ، د دښمن په خوږه .
    که غل نه اوړي مل دې واوړي . ځانونه له دغه مکار دښمن نه وساتئ .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب