پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهمالیې وزارت: روان کال یې تراوسه نږدې ۹۹ میلیارده افغانۍ عواید راټول...

مالیې وزارت: روان کال یې تراوسه نږدې ۹۹ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي

تاند (سه شنبه، د اسد ۲۱) د افغانستان د مالیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې وایي، چې روان مالي کال له پيل څخه یې د زمري میاشتې تر ۲۰ نیټې پورې کورني عواید ۹۹ میلیارد افغانیو ته رسېږي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې یواځې د روان کال د اسد میاشتې په لومړیو ۱۳ ورځوکې یې ۵ میلیارد افغانۍ کورني عواید را ټول کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې دغه راز یې د زمري میاشتې له ۳ مې تر ۱۶مې نیټې پورې د راټول شویو ۵ میلیارد افغانیو له جملې ۱۳۳ میلیونه یې له مستوفیتونو ۱ میلیارد او ۳۰۸ میلیونه له مالیاتي عوایدو ۱ میلیارد او ۴۳۸ میلیونه افغانۍ له غیرمالیاتي عوایدو او ۲ میلیارد او ۱۲۳ میلیونه هغه یې له ګمرکونو راټولې کړي دي.

د مالیې وزارت وایي، چې که څه هم کورونا د هېواد اقتصاد ته ډیر زیان رسولی خو په خبره یې اوس یې هم عواید نسبتا ښه دي.

له دې وړاندې  حکومت هم اعلان کړی، چې د کورونا له امله په ټول هېواد کې د فقر کچه له ۵۵ څخه ۹۲ سلنې ته لوړه شوې ده.

عام خلک بیا په دې برخه کې حکومت پړ بولي او وایي که څه هم کورونا وبا نړیواله وه خو دوی وایي حکومت ولسونو ته لازم خدمات وړاندې نه کړل ځکه د بیکارۍ کچه ورسره لوړه شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب