جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهټرمپ له خبري غونډې تیښته کړې

ټرمپ له خبري غونډې تیښته کړې

تاند(سه شنبه، د اسد ۲۱) د امريکا ولسمشر دونالډ ټرمپ هغه مهال له يوې خبري غونډې وتښتېد چې کنفرانس ته نېږدې ډزې وشوې.

خو نهه دقيقې وروسته ټرمپ بېرته غونډې ته راستون شو او د کورونا پر وړاندې د مبارزې برخه کې يې خپلو خبرو ته دوام ورکړ.

نوموړي د پېښې په تړاو وويل:

ساتونکو مې پر يوه مشکوک کس ډزې وکړې، حالت تر کنټرول لاندې دی.

وروسته د امريکا د پټو خدماتو ادارې پر ټوېټر وويل، د سپينې ماڼۍ ديوال ته نېږدې ډزې وشوې او په پايله کې يې د دې ادارې يو کارکوونکی او یو بل نارينه ټپيان شوي او روغتون ته وړل شوي دي.

دغه راز دې ادارې ويلي، د سپينې ماڼۍ انګړ ته څوک نه دي دننه شوي او د دې ماڼۍ کارکوونکو ته هم زیان نه دی اوښتی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...