Homeداسې هم شتهد نړۍ تر ټولو یوډا محصل لیسانسه شو

د نړۍ تر ټولو یوډا محصل لیسانسه شو

تاند (سې شنبه، د اسد۲۱) په ایټالیا کې یو سړی، چې ۹۶ کلن دی، او د نړۍ تر ټولو بوډا محصل ګڼل کېده، په ازموینو کې له بریالیتوبه وروسته دیپلوم ترلاسه کړ.

د جرمني د دویچې ویلې د راپور له مخې، ۹۶ کلن جوزبې پاترنو، چې له پوهنتونه فارغ شوی، وايي «زده کړه د یوه بکس په شان ده چې انسان یې له ځان سره وړلی شي. دا یوه خزانه ده.»

دی وايي، سره له دې چې ډېره مطالعه یې کوله او له کتابونو سره یوځای لوی شوی خو هیڅکله یې موقع نه وه موندلې چې پوهنتوني زده کړې وکړي.

Play

ده په ۲۰۱۷ م کال د ایټالیا د پالرمو په پوهنتون کې د تاریخ او فلسفې په پوهنځي کې زده کړې يیل کړې.

دی په یوه بېوزله ایټالیايي کورنۍ کې زېږېدلی و او یوازې یې د لومړنیو زده کړو چانس موندلی و.

جوزبې پاترنو په دې اړه چې د پوهنتون له فراغته وروسته څه غواړي، وویل «زما اراده دا ده چې ځان لیکلو ته وقف کړم. غواړم هغه ټول کتابونه او متنونه چې تراوسه مې د هغو د لوستلو موقع نه وه موندلې، ولولم. دا مې هدف دی.»

پاترنو دا هم وايي چې د يوهنتون د لیسانس په دیپلوم بسنه نه کوي او غواړي چې ماستري هم وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...