Homeخبرونهيونيسف: د واکسين درېدو موده کې افغانستان کې د پولیو ۳۴ پېښې...

يونيسف: د واکسين درېدو موده کې افغانستان کې د پولیو ۳۴ پېښې ثبت شوې

تاند(سه شنبه، د اسد ۲۱) د ملګرو ملتونو د ماشومان صندوق يا يونيسف وايي، له هغه وروسته چې په افغانستان او پاکستان کې د کورونا ويروس د لا خپرېدو له وېرې د پولیو واکسين کمپاين ودرول شو، په دواړو هېوادونو کې په ترتيب سره د دغه ناروغۍ افغانستان کې ۳۴ او په پاکستان کې ۶۳ پېښې ثبت شوې دي.

د يونيسف له لوري نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د پولیو ناروغۍ ضد واکسين کمپاين مارچ مياشت کې د ماشومانو او واکسيناتورانو د خونديتوب په موخه ودرول شو.

يونيسف ټينګار کړی چې روانه مياشت به دغه کمپاين بېرته پيل شي.

د خبرپاڼې په وینا، په نوي کمپاين کې به په دواړو هېوادونو کې ۵۰ مېلیونه ماشومان واکسين شي.

پوليسو هغه خطرناکه ناروغي ده چې اوس مهال يوازې په افغانستان او پاکستان کې شته او نوره نړۍ ترې پاکه شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموز هنر و زیبایی | پوهاند دودیال

(قسمت چهارم) در افغانستان بار بار تجربه شد که اعمال و اقدامات خلاف عُرف و کلتور عکس االعمل شدید را به بار آورده است. اما...