پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد روسیې له لوري د کورونا ضد جوړ شوي واکسین ډاکټرانو د...

د روسیې له لوري د کورونا ضد جوړ شوي واکسین ډاکټرانو د ولادمیر پوتین په لور وازمایل

تاند (سه شنبه، د اسد ۲۱) د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، هېواد یې د کورونا ویروس لپاره واکسین جوړ کړي دي.

پوتین وايي جوړ شوي واکسین بریالي دي او د دغه هېواد د روغتیايي ادارو له خوا تایید هم شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، روسي ډاکټران په دې وتوانېدل چې د دغې ناروغۍ د مخنیوي لپاره معیاري واکسین جوړ کړي.

د ښاغلي پوتین په خبره جوړ شوي واکسین یې په خپله لور ازمايلي چې پایله یې مثبته ده.

روسیې دا خبر وروسته تر هغه ورکړی چې جان هاپکنز پوهنتون په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي: نړۍ کې په کورونا د اخته کسانو شمېر له ۲۰ میلیونو کسانو اوښتی، چې ډېرې مثبتې پیښې یې په امریکا کې ثبت شوي دي.

له امریکا وروسته برازیل، هند، روسیه، جنوبي کوریا، پيرو او کلمبیا هغه هېوادونه دي چې د مثبتو پېښو شمېر پکې زیات دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب