پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeمقالېد کونړ سیند د اوبو بند او بریښنا| عبدالرحمن ننګیالی 

د کونړ سیند د اوبو بند او بریښنا| عبدالرحمن ننګیالی 

وروسته له هغې چې د ګمبیري په ډاګ د هوایي ډګر جوړونې پروژې پر وړاندې د ختیځ یو شمېر ولسونو په ی غبرګون وښود، او یاده پروژه یې د شهید سردار محمد دواد خان د ماسټر پلان په ضد او ګاونډي هیواد پاکستان ته د پریمانه اوبو پرېښودلو یوه دسیسه وبلله، د ګمبیري ډاګ د خړوبولو او په کونړ سیند د بریښنا د بند جوړولو ګونګسي مات شول، او په یو شور او غږ بدل شول. او دغه غږ ورو ورو د ویښو ځلمیانو، علمي او فرهنګي کدرونو، او هیوادپاله افغانانو لخوا په یو ملي شعار او سترې مبارزې بدلیدونکی دی.

لکه څنګه چې د کونړ سیند د اوبو بند د هیواد د ملاتیر او اوبه د افغانستان ستره ملي شتمني ده، باید پرېنږدو چې دا شتمني او اړتیا مو ضایع شي، او د دې ستر خدای راکړي طبیعي نعمت څخه بې برخې شو. که چیرته د افغانستان اوبه مهار شي، نو په دې سره به د د هیواد صنعت، زراعت، اقتصاد، تجارت ، سیاحت او آن د هیواد روغتیا او دفاع هم پرمختګ وکړي، او لرې نده چې افغانستان په یو ځان بسیا او غښتلي هیواد بدل شي. 

غواړم چې د یو افغان محب الوطن په توګه په دې زړه پورې موضوع چې د کونړ سیند د اوبو بند او بریښنا ده یو څو د پام وړ ټکې ولیکم، د دې لیکنې د پام وړ ټکي دي: د کونړ په سیند د بند جوړولو نه مخکې باید څه وکړو، د پاکستان لوبه او یادې سترې ملي پروژې پر وړاندې پرتې ننګونې – دي.   

د کونړ په سیند د بند جوړولو نه مخکې: 

لومړی: باید مرکزي دولت کونړ سره د ډیورنډ په کرښه په ټولو سرحدي ولسوالیو کې یو یو توپ ځای په ځای کړي، چې د دوی د راکټي مرمیو، بریدونو، پوځي خوځښت او خاورې نیولو هڅي او د کونړ په سیند د خیټې اچولو مخه ونیسي.

دویم: د پولې ساتلو او څارولو په موخه او همدارنګه د چټګ غبرګون لپاره د هوایي ځواک یو دوه پوځي توغندي لرونکي چورلکې باید په کونړ ولایت کې د تل لپاره میشتې وي، تر څو د جګړې پر مهال د سرحدي ځواکونو او د غرونو په څوکو کې پرتو سرتیرو سره په وخت کومک وکړي.

دریم:  د کونړ په ولایتي دولتي ادارو کې باید فساد، درغلي، رشوت، پاکستان پلوه عناصر او دښمن سره جوړ چارواکي ګوښه او پر ځای یې ایمانداره او خاورې ته ژمنې څیرې ځای په ځای شي. 

څلورم: د ټول هیواد په کچه او بیا د ختیځ په کچه، او په ځانګړې توګه د کونړ ولسونه، علمي، فرهنګي، دولتي او غیردولتي، مسلکي او ټولنیز شخصیتونه، کدرونه او ویښ ځلمیان خپل غږ یو شان پورته کړي، مدني خوځښتونه، جرګې او مرکې او د عامه پوهاوي په موخه سیمېنارونه او همدارنګه په ټولنیزو رسنیو کې خپرونې او مرکې باید د اوږد مهال لپاره په کار واچول شي، تر څو په ټولو ولسونو کې ملي ویښتیا او د خپل هیواد ملي ګټو سوچ او فکر غښتلی شي. 

پنځم: د دې خوځښتونو لپاره باید منظم تشکیلات جوړ شي، هره غونډه باید د یو پلان له مخې او په ټوله کې دا خوځښتونه باید د یوې اوږد مهالې ستراتیژۍ برخه واوسې. 

شپږم: په ولایتې ادارې ، ښاغلی والي صیب، ښاغلي وکیلان، سناتوران او همدا رنګه په خپلواکه ملي ادارو چارواکو او رسنیو باندې باید فشار واچول شي تر څو د وُلس دا غږ مرکزي چارواکو او ارګ سره شریک کړي، او په هغوی فشار واچوي، همدارنګه دا غږ باید د هیواد په هر زون او زاویه کې بدرګه شي. 

اووم: د مالوماتو او شمیرو له لارې باید وُلس پوهه کړلې شي، لکه اوسمهال مونږ د ازبکستان نه زر میګاواټه بریښنا د کال په 120 ملیونه ډالرو پیرو، که چرته دا او د دې تر څنګ نوره پېرېدونکې بریښنا لګښتونه د پردیو په ځای د خپل هیواد ملي خزانې ته د ګټې په بڼه لاړ شي، نو دا به د افغانستان د اقتصادي پرمختګ او د پاتې نورو ملي پروژو د ملاتړ لامل شي. 

اتم: د کونړ په سیند د بند جوړولو په موخه باید دولت د اوس نه په زرګونه مسلکي کسان وروزي، لاهم شته دی، خو باید د مسلکیتوب او اغیزمنې روزنې په موخه یې بهرنیو هیوادونو ته د لوړو زده کړو او مسلکي لنډمهاله او اوږدمهاله روزنو لپاره ولیګي. تر څو دلته خپل ملي احساس لرونکي، خاورې ته ژمن مسلکي کدرونه کار وکړي، په ځای د دې چې بهرنیان زمونږ د پاره د خپلو موخو تر چتر لاندې په داسې یوه غښتلې پروژه کار وکړي، چې د نړۍ په کچه د سیمې هیوادونو سره په سیالۍ بدلیدلای شي.  

نهم: د کونړ په سیند د سترو بندونو جوړیدو نه مخکې باید هغه بندونه چې دمګړۍ د کار لاندې دي، او یا نيژدې بشپړیدونکي دي، باید په کار واچول شي، او د کونړ سیند د اوبو د مهارولو په موخه ځای په ځای د اوبو ولې او کانالونه چمتو او بشپړ شي، تر څو چې دغه د بریښنا بند جوړیږي، لومړني او بنیادي کارونه چې دومره ځواک او لګښت نه خواړي پلي شي. چې په دې کې د ګمبیري دښتې خړوبول او د ناکامورا د پلانونو پلې کول هم راځي. 

لسم: د دې لپاره چې د نړیوال بانک او یا هم د اسیا پراختیایي بانک مالي مرسته ترلاسه کړو، په کار ده چې موږ د پاکستان سره په یاد اوبو بند یوې پوهې ته ورسیږو، ځکه چې یاد بانکونه په داسې پروژو کې پانګه اچوي چې هلته د هیوادونو تر منځ شخړې نه وي، او یا یې هم تر منځ د هوکړې یو تړون وي. که داسې یوې هوکړې ته مونږ رسیږو چې زمونږ ګټې په کې خوندي وي، خو دا به بیخي اسانه شي، ځکه چې هیواد به د کوم بهرني پور اخیستو او یا هم مالي او اقتصادي فشار سره نه مخ کیږي. 

د پاکستان لوبه: 

د پاکستان هیواد سره د ډیورنډ په کرښه پوځي نښتې، استخباراتي فعالیتونه، د تحریک طالبان پاکستان، داعش، طالبان، القاعده او د نورو پاکستان ملاتړه ترهګرو ډلو ترهکریزې کړنې کولای شي، چې د اوبو بند د کار مخه د خنډ او ځنډ سره مخ کړي، مسلکي وګړي په نښه او ترور کړي، ځکه چې دا یو ستر لامل دی، چې دمګړۍ د هیواد نیژدی یو درجن د بریښنا بندونه د کلونو راهیسې نیمګړي او بې برخلیکه پاتې دي. دلته باید یو ملي احساس، پوځي غښتلیتیا او سرحدي خوندیتوب رامنځته شي، تر څو خلک د امن او باور په فضا کې کار وکړي . او د دې لپاره باید زمونږ د هیواد ملي دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت NDS په ګډه یوه ژمنه وکړي او د بند د خوندیتوب لپاره په یو ځانګړي امنیتي پروتوکول کار وکړي، او همدارنګه د هیواد د بهرنیو چارو وزارت باید د یوې فعالې او غښتلې ډیپلوماسۍ له لارې د دې سترې پروژې پر وړاندې خنډونه له منځه یوسي، او د سیمې او نړۍ په کچه باور او ملاتړ ترلاسه کړي. 

د بند پر وړاندې ننګونې: 

د بند جوړل دومره ستونزمن کار نه دی، خو پر وړاندې یې پراته خنډونه لکه : د سیمې د هیوادونو سیالي، ترهګریزې کړنې، د هیواد په داخل کې سیاسې کړکیچ، په حکومت کې پراخه فساد، کمزوری اقتصاد، ډیورنډ کرښه، د ملي ویښتیا او عامه پوهاوي کمې، د سولې مشروط تړون، د افغانستان د نظام راتلونکی برخلیک، په پاکستان کې د ترهګرو ډلو اتحاد، د امریکا بې مسوولانه وتل، روانه ګرمه جګړه – ټولې هغه نُکتې دي، چې دغه سترې، غښتلې او ملي پروژې مخه یې ډب کړې ده.

زه هیله من یم چې دغه څو نُکتې چې ما یادې کړې، چې په لومړي سر کې باید پرې کار وشي، یواځینۍ ندي، نورې ډیرې تاسې سره هم شته دی، چې زموږ د ټولو یو دریځ لا پیاوړی کوي، که په کار واچول شي، او هیواد مو د یو ډاډمن امنیت، سیاسي استحکام او اقتصادي پیاوړتیا خاوند شي، په یاد بند به سملاسي او هرومرو کار پیلیږي، چې په دې کې به – که د الله رضا وه – او بیا د افغانانو زیار او خواري ډیر وخت نور نه وي . 

لیکنه: عبدالرحمن ننګیالی 

اسداباد، کونړ

3 COMMENTS

  1. ښاغلی ورور ننګیالی صاحب ډیره معقوله او زیربنایی لیکنه دې لیکلی ده، خیر اوسی.
    د امنیت په باره کی د داسی غټی پروژی لپاره یو غنډ ملی عسکر او په تخنیکی کارونو کی ځینی باندینی انجینران د افغانی انجینرانو سره باید همکار وی.

    د شهید سردار محمد دواد خان پلان او ترسره شوی سروی دکنړ سیند لپاره:

    1- د آسمار ولسوالی د سور تاق په ساحه کی د بریښنا د بند جوړول، چه دغه بند به ۱۸۰۰ یو زر او اته سوه میګاه واټه بریښنا د تولیدولو ظرفیت ولری. ( البته د اوسنی ټکنالوژی په مټ کیداشی چه دغه بند د ۳۵۰۰ میګاه واټه څخه لوړ ظرفیت ولری).
    نوټ: یو میګاه واټ = زر کیلو واټه او یو کیلو واټ برق= زر واټه برق سره.
    په دغه سروی کی دا هم ذکر شوی وه چه د دغه بند بل ښوالی دادی چه داوبو کاسه یا ذخیره یی په طبعی شکل جوړه او لږ لګښت یا مصرف ته اړتیا لری.
    ۲- د دغه بریښنایی بند څخه وروسته یا د بند څخه د ۲۰۰۰ متره په فاصله ښکته د ځمکی د خړوبولو لپاره دکنړ سیند په دری برخو ویشل: لمړی برخه یا د سیند د اوبو نمایی یا ۵۰ پنځوس فیصده برخه چه پدغه برخه کی د غرونو سوری کول او تونلونه هم شته د کنړ ځینی ځمکی خړوبول، د جلال اباد ځینی برخی او ګمبیری دښته، او که اوبه اضافی شوی نو د درونټی د برق ذخیری ته خوشی کول.
    دوهمه برخه یا دسیند د اوبو ۳۰ فیصده برخه چه د اسمار، مروری، سرکانو، خاص کنړ، کامی، لعلپوری او ګوشتی ځمکی خړوبوی.
    دریمه برخه یا د سیند ۲۰ فیصده برخه به دیوی غټی ویالی په شکل دپخوانی سیند په امتداد یا خط بهیږی، او دسیند پخوانی ځمکی به د زراعت لپاره باغونه او د کښت ځمکی جوړیږی.
    نوټ: د سور تاق لوړوالی یا جیګوالی د بحر دسطحی څخه ۱۱۵۰ متره ښودل شوی، اسعداباد یا چغسرای ۸۲۰ او جلال اباد ۶۰۰ متره ارتفاع لری.
    مګر په ډیر تأسف او ژور خفګان سره باید ووایم چه په خبرونو کی می واوریدل چه دکنړ سیند دواړه خواوی دغرونو په لوړو ګټو یا تیګو سره دیوالونه ګرځیدلی دی، او میلونونه ډالر لګښت په شویدی.
    زه نه پوهیږم چه ښاغلی ولسمشر غنی ته دغه مشوره چا ورکړیده، آیا د دغی دیوالونو مسول یا مربوطه وزیر نشو کولای چه یو ځل ملی ارشیف ولټوی اود کنړ سیند په باره کی د شهید محمد داود خان سروی پیداکړی. ایا ددی سوال ځواب به سبا څوک ورکړی که دغه پلان یو وخت عملی شی، دغه غټی غټی ګټی به د زراعتی ځمکو څخه غرونو ته څوک جیګوی؟
    د حل لار داسی وه : د کنړ سیند د دغه دیوالونو لګښت + دلمرینی انرژی ښیښه یی تختی یا سولر ښیښو اخیستلو ډالر + د برقی جنراتورونو د اخستلو او تیلو لګښت + د باندینیو هیوادونو د وارداتی بریښنا او ستنو او لاینونو لګښت + د هیوادوالو د مظاهرو لګښت = د کنړ د سور تاق بند جوړول او د ننګرهار او کنړ د ځمکو خړوبول= د ټول افغانستان لپاره ۳۵۰۰ میګاواټه برق.
    بله خبره : د ازبکستان د کال زر میګا واټه÷ ۱۲ میاشتی = ۸۳.۳ میګاواټه د میاشتی افغانستان ته په ۱۰ میلونه ډالر ورکوی.
    همداسی د هیواد د نغلو بند= ۷۵ میګا واټه + ماهیپر=۶۶ م و+ کجکی= ۵۲ م و + د سلما بند = ۴۲ م و+ سروبی بند ۲۲ م و+ درونټه = ۱۱.۵ او + کمال خان بند= ۸ م و جمله دغه ټول ۷ بندونه ۲۷۶.۵ میګا واټه ظرفیت لری. اوس یی د کنړ د سور تاق د بند سره مقایسه کړی.
    والسلام

  2. ډیره زیاته مننه ، ښاغلی درانی صاحب.
    مننه چې د ارواښاد شهید سردار محمد داود خان پلان او سروی مالومات مو راسره شریک کړل.
    بلکل همداسې ده، کاش زموږ مشرانو او مسوولینو د لومړۍ ورځې څخه خپلو سترو اړتیاوو او بېخبینایو ته کار ویلی وی. اوس هم وخت او فرصت لرو، که چرته ژمن چارواکي ځان وخوځوي او د دې سترې پروژې لپاره یو سوچ او پلان په کار واچوي. ان شاء الله چې لرې به نه وي، په دې پروژې کار پیل شي. هیله خدای ته !

  3. زموږ هیواد لومړی سرتاسری سولی، سوکالی او اتحاد او ورورلی ته اړتیا لری

    کله چی زموږ دوه مشران د قدرت لپاره او د خپلو شخصی او ګاونډی هیوادونو د فرمایش په حساب د برښنا شرکت او د انرژی او اوبو وزارت باندی پدی ۲۰ کالو کی چهنی وهل کیږی

    موږ افغانان باید لومړی ولسمشر څخه پوښتنه وکړو چی تا لومړی ویلی چی اوبه زموږ ابرو او عزت ده

    مګر نن پاکستان په کنړ او جلال آباد او کندهار کی اغزن تار غزوی مګر ارګ او امنیت شورا او وزارت دفاع او داخله او پآرلمان ورباندی چوپه خوله دی

    کچیری افغان دولت د افغانستان د ټولو بندونو ساختمانی چاری نشی پیل کولی مګر دیزاین خو یی کولی شی ځکه چی اوس د انرژی او اوبو وزارت کی کافی تخنیکی انجنیران شتون لری

    د همدی لپاره چی وزارت په بندونو کار ونکړی او تل لپاره افغانستان له ګاونډی هیوادونو انرژی وارد کړی نو یاد وزارت یی په دوه برخو وویشه چی د اوبو عالی اداره شوه او بل یی د انرژی عالی اداره شوه چی پدی سره دواړه اداری ګونګ سرنوشت خپل کړ

    څوک نشته چی ولسمشر ته ووایی چی د اغزن تار او سرحدی ولایتونو باندی د پاکستان له ظلم خبر کیږی نه او مشاورین یا امریکا یان دا مشوره درکوی چی خوله پټه کړ که په ولس هر څه ظلم تیریږی پروا نه کوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب