پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeجنرال وزیريد بابړې پیښه یا د پښتنو ډله ییزه وژنه| جنرال دولت وزیري

د بابړې پیښه یا د پښتنو ډله ییزه وژنه| جنرال دولت وزیري

۱۹۴۸ میلادي کال د اګست دوولسمه نېټه، د ګڼو کسانو له خوا د تورې ورځې په توګه لمانځل کېږي.

پر دې پېښه چې ګڼ کسان یې غمیزه بولي، د پاکستان حکومت تل چوپه خوله وي، خو ګڼ فعالان د اعتراضونو په کولو سره د دې ورځې یاد تازه کوي.

په دې ورځ د پښتونخوا د خدايې خدمتګار تحريک غړي د چارسدې د غازي ګل بابا جومات د بابړې په سيمه کې د وخت د ظلم او زور پر ضد سوله ییز لاریون ته راوتلي وو. خو د وخت ظالمانو ور باندې د خپل ظلم او ستم مرمۍ تشې کړې او ۶۵۰ تنه يې ووژل او په ډير شمير يې ټپيان کړل.

ویل شوي چې ګڼ شهیدان اوبو ته اچول شوي، چې بیا یې د مړي درک هم نه دی معلوم شوی.

په پاکستان کې هر کال ځینې فعالان او د تحریک ملاتړي د دې ورځې ویر کوي، خو د پاکستان حکومت یې تل پر خوله د خاموشۍ مهر لګوي.

نورالبشر نوید لیکي:

«په هماغو شپو ورځو کې ګڼ شمېر خدايي خدمتګاران په جېلونو کې بنديان وو. د پښتونخوا په هره سیمه کې قيوم خان د خپل وزارت اعلٰى په مټ پر خدايي خدمتګارانو رياستي جبر ته دوام ورکړی و.»

ټولو افغانانو ته په کار ده چې دغه توره ورځ هم وغندي او د شهيدانو روح ته د دعا لاسونه پورته کړي.

د انسان قتل د نړۍ په هر کونج او کنار کې خیانت دی او په کار ده د بشرپالنې له مخې وغندل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب