Homeخبرونهکندهار کې دوو بمي چاودنو لس کسانو ته مرګژوبله واړوله

کندهار کې دوو بمي چاودنو لس کسانو ته مرګژوبله واړوله

تاند (سه شنبه، د اسد ۲۱) د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې په دوو جلا جلا بمي چاودنو کې لس ملکي وګړي ووژل شول.

د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وايي، نن تر غرمې وروسته د ارغستان ولسوالۍ په شنه نري سیمه کې د ملکي وګړو پر ډاټسن موټر د سړک غاړې ماین چاونه کړې چې په نتیجه کې اته ملکي کسان وژل شوي دي.

د نوموړي په خبره د همدې ولسوالۍ په برج کي سیمه کې دوه نور ملکي وګړي چې پلي روان وو د سړک غاړې ماین په یوه بله چاودنه کې وژل شوي دي.

د دغو غبرګو چاودنو مسؤلیت تر اوسه چا نه دی منلی.

د یو بل خبر له مخې تېره شپه په زابل ولایت کې هغه مهال ۱۶ تنه طالبان د امنیتي ځواکونو په ځوابي بریدونو ووژل شول چې غوښتل یې د میزان ولسوالۍ پر ځینو سیمو حمله وکړي.

دفاع وزارت وايي په دغو بریدونو کې د وژل شویو سربېره ۳ تنه وسله وال طالبان ټپیان شوي او ۱۰ موټر سایکلونه یې ویجاړ شوي دي.

طالبانو دغه بریدونه په داسې مهال کړي چې تېره شپه ولسمشر غني د هغو طالب بندیانو د خلاصون حکم لاسلیک کړ، چې تر دې وړاندې یې په سختو جنايي جرمونو کې د لاس درلودلو خبرونه خپاره شوي وو.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...