تاند( سه شنبه، د اسد ۲۱) د ننګرهار ولایت په پچیر اګام ولسوالۍ کې د دولت وسله والو مخالفینو د سیمه ییزو پولیسو پر پوستو بریدونه کړي.
ځایي سرچینې وایي، وسله والو دا برېدونه تېره شپه د یادې ولسوالۍ په ګېره خېلو سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو پر پوستو کړي دي.
سرچینه زیاتوي، چې په دې پېښه کې ۶ سیمه ییز پولیس وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي.
په ورته مهال د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی هم پېښه تائیدوي خو وایي پېښه کې دواړو لوریو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خوږیاڼی زیاتوي، چې جزیات به له کره کولو وروسته رسنیو سره شریک کړي.
تراوسه داعش او طالب وسله والو په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.
که څه هم په یاده ولسوالي کې څه موده وړاندې طالب او داعش وسله والو پراخ فعالیتونه درلودل خو د حکومت د عملیاتو وروسته پکې سیمه ییز پولیس ځای پرځای شول.
ځایي قومي مشران وایي، چې اوس هم د دې ولسوالۍ په یوشمیر غره ییزو سیمو کې داعش او طالب وسله والو فعالیت لري.
د هر افغان او په خاصه توګه د امنیتی او دفاعی قواو دفاع د خپلی خاوری او خلکو نه اسلامی او ملی فریضه ده . د افغانستان دد ښمنانو حملی پر ملی او دفاعی قوتونو باندی د افغان عظیم ملت دی ته اړ کوی چه ددغه دښنانو خلاف ملی قیام وکړی ، او هغوی باید و پوهیژی چه ددی ملت قیام بیا راګرزول آسانه کار نه دی .