پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهنامعلومو وسله والو په هرات کې دوه مېرمنې په ډزو ووژلې

نامعلومو وسله والو په هرات کې دوه مېرمنې په ډزو ووژلې

تاند (سه شنبه، د اسد ۲۱) د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي وايي نامعلومو وسله والو په دغه ولایت کې دوه مېرمنې په ډزو ووژلې.

چارواکو وویل، پیښه د دوشنبې په ورځ له غرمې وروسته د هرات ښار د کرباس حوض په سیمه کې شوې ده.

د هرات د سیمه ییز روغتون مشر عارف جلالي پېښه تاییدوي او وايي، دغه ښځې په یوه زرنج کې ناستې وې چې د موټر سایکل سپرو له خوا په ډزو ووژل شوې.

د ښاغلي جلالي په خبره په دې پېښه کې د زرنج چلوونکی ټپي شوی دی.

د ځايي چارواکو په خبره تر اوسه د پېښې اصلي لامل نه دی معلوم شوی، خو بریدګر له سیمې تښتېدلي دي او په اړه یې پلټنې دوام لري.

تر اوسه کوم چا یا ډلې د دغه برید مسؤلیت په غاړه نه دی اخیستی.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې د کورنیو چارو سرپرست وزیر پرون دوشنبه د هرات ولایت له یو شمېر اوسیدونکو سره په لیدنه کې وویل، د دغه ولایت د ښه امنیت په موخه به په دې ولایت کې د پولیسو په لیکو کې درې نوې امنیتي حوزې رامنځته کړي.

https://taand.net/%d9%87%d8%b1%d8%a7%d8%aa-%da%a9%db%90-%d8%af%d8%b1%db%90-%d9%86%d9%88%db%90-%d8%a7%d9%85%d9%86%db%8c%d8%aa%d9%8a-%d8%ad%d9%88%d8%b2%db%90-%d8%b1%d8%a7%d9%85%d9%86%da%81%d8%aa%d9%87-%da%a9%db%90%da%96/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب