زه تل دغه شعر ليکم، ځکه چې زموږ قسم خوړلي دښمن زموږ افغانیت او ملي دودونه له منځه وړي.
دا دښمن د دوست په جامه کې هم راڅرګندېږي، ځکه خو دا ملت په وار- وار تېروځي.
تل ویل شوي دي چې افغانان باتور، میړني، د پت او عزت په ساتلو کې سیال نه لري. د دوه دښمنو ډلو تر منځ به يې په جګړو کې ښځې نه وژلي او په ټول وخت کی به يې د ښځو درناوی کاوه. خو داسې ښکاري چې جګړې دا ارزښتونه پیکه کړي دي او د ټولنې اخلاقي اصول یې هم تر پښو لاندې کړي دي.
د اسلام په سپيڅلي دین کی هم ښځې ځانګړی ځای او د درناوي وړ ګنل شوي دي.
وايي:
اندیښنه د يوې ونې په سر نه ده
اندیښنه د يوه باغ د رژېدو ده
که یوه چينه ړنده شي باک يې نه شته
د ټول کلي ویاله په وچيدو ده
«خپل ناموس او خپل ملي دودونه وساتئ. ملي دودونه زموږ ملي هويت دی.»