جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeجنرال وزیريبې اتفاقۍ پر ملا مات کړي یو| جنرال دولت وزیري

بې اتفاقۍ پر ملا مات کړي یو| جنرال دولت وزیري

که په افغانانو کې بې اتفاقي نه وای، تاريخ به يې تل له برمه ډک و، دغې بې اتفاقۍ پر ډلو- ټپلو سره وېشلي یو او دښمن زموږ له همدې کمزورۍ په استفاده په خپلو کې اخته کړي یو، له همدې کمزورۍ یې ګټه اخیستې او د تاریخ په اوږدو کې دا مسئله په وار- وار تکرار شوې هم ده.

دښمن په زوره ننوت په کور د پښتانه

خو دغه کار یې هم وکړ په زور د پښتانه

درویش درانی

ازادخان افغان او سيدال خان ناصري، دواړه وتلي او خواږه ملګري او د شاه محمود هوتکي او شاه اشرف هوتکي سپاه سالاران وو.

د افغانانو د بې اتفاقیو او کورنيو شخړو له امله کله چې نادر افشار د کندهار د نيولو تکل وکړ، سيدال خان ناصري ورسره ډېرې ډغرې ووهلې. له بده مرغه په پای کې د نادر له خوا اسیر او ړوند کړای شو.

بي بي زینبو د مير ویس نيکه لور د سيدال خان ناصري په هکله په یوه شعر کې وايي:

نادر وکښې د سيدال مېړني سترګې

له زمریانو شوې خالي د وطن درګې

تر ړندېدو وروسته سيدال خان د کابل شکردرې ته راوستل شو او وروسته له مړينې همدلته په شکردره کې خاورو ته وسپارل شو.

سيدال خان به د خپل اتل او ميړني ملګري ازادخان افغان په هکله ویل:

سيدال ويل: لښکرې مې شوي بزې بزې

ازادخان سلیمانخیل مې تورې شپې وخوړ که ورځې

او یا:

ازادخان سلیمانخیل بیا منګولې سرې کړې

پر میدان ور ګډ شو د مراد علي غاړې بيخ يې ورته پرې کړ

پوهاند حبيبي د ازاد خان په هکله وايي:

«ازادخان یو اتل او عیار و، د سيدال له ړندېدو وروسته نوموړی د ایران شمال ته لاړ او هلته يې په اذربایجان کې افغاني حکومت جوړ کړ او په اصفهان کې يې په خپل نامه سکه ووهله.»

له بده مرغه بیا هم د افغانانو د بې اتفاقیو له امله په ۱۷۶۰ میلادي کال دغه افغان اتل ووژل شو.

بي بي زینبو د هغه وخت حالات داسې بیانوي او د افغانانو له سرنوشت څخه داسې ګیله کوي:

که زور دی د خدای له لويه زوره

چا ليدلي زینبو وه، اوس زخميانو ته له کوره وځي سرتوره

بل ځای وايي:

که څاڅي له شنه زړه مې وینې څاڅي

اصفهان پرون زموږ و، نن نادر ته په کې نر او ښځې ناڅي

او یا:

پښتنې لا د سيدال په سترګو ژاړې

نادر له قومه نور سپین ږیري غواړي

کاش چې افغانان د ډګر او سیاست دواړو اتلان وای. په جګړه او توره کې مو ګټلې ده په سیاست کې مو تل بایللې ده.

په دې هیله چې ځوان نسل له خپل تېر تاریخ څخه د عبرت په اخیستلو د سیاست په ډګر کې د بریا او ګټلو چانس ترلاسه کړي او د بې اتفاقیو له سوځوونکي اور څخه دا ملت وساتي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب