جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونههندي رسنۍ: د افغان هندوانو او سکانو یوه بله ډله له کابله...

هندي رسنۍ: د افغان هندوانو او سکانو یوه بله ډله له کابله هند ته ځي

تاند (سه شنبه، د اسد ۲۱) د هندي ورځپاڼې ټایمز اف انډیا د راپور له مخې هندي چارواکو ویلي ټاکل شوې د افغان هندوانو او سیکانو یوه بله ۱۸۰ کسیزه ډله سبا چهارشنبه هند ته لاړه لاړه شي.

راپور زیاتوي په دغه ۱۸۰ کسیزه ډله کې د هغو پینځه ویشتو کسانو نږدې خپلوان هم شامل دي چې په کابل کې په یوه برید کې ووژل شول.

په کابل کې یو شمېر سرچینو دغې ورځپاڼې ته ویلي ډېر احتمال شته چې د هندوانو او سیکانو دغه ډله سبا کابل پرېږدي او هند ته لاړه شي.

د دغو لږکیو لومړۍ ۱۱ کسیزه ډله د روان کال د جولای میاشتې په ۲۶ هند ته تللې وه.

افغان هندوان او سیکان وايي د دوی په وړاندې تاوتریخوالی ورځ تر بلې زیاتېږي نو ځکه خپل هېواد پرېږدي.

د شمېرو له مخې یو وخت په افغانستان کې د دوی شمېر نږدې ۱۰۰ زرو تنو ته رسېده، خو اوس دغه شمېر یواځې ۷۰۰ تنو ته راښکته شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب