Homeخبرونهپاکستانيو ځواکونو د پکتیکا په برمل ولسوالۍ راکېټي بریدونه کړي

پاکستانيو ځواکونو د پکتیکا په برمل ولسوالۍ راکېټي بریدونه کړي

تاند(شنبه، د اسد ۱۸) د پکتیکا د برمل ولسوالۍ  په مرغې سیمه کې له وړمې ورځې راهیسې پاکستاني ځواکونو ۲۰ راکټونه ویشتلي دي.

د برمل ولسوالۍ اوسیدونکي وایي چې پاکستاني ځواکونو له تېرو څلورو ورځو راهیسې د برمل ولسوالۍ پر مرغې سیمه راکټي بریدونه کوي چې پرون ماښام یې بیا بریدونه پیل کړي دي.

دوی وايي، چې وړمه ورځ د پاکستاني ځواکونو د بریدونو له کبله اووه ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي. ۲۰۳ تندر قول اردو د پاکستاني ځواکونو د تازه راکيټي بریدونو په اړه ناخبري ښیي خو وایي چې وړمه ورځ د برمل ولسوالۍ  پر مرغې سیمه پاکستاني ځواکونو اووه راکټونه ویشتلي او له کبله یې درې ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د تندر قول اردو ویاند ایمل مومند وایي چې سیمه کې امنیتي ځواکونو ته د تیارسۍ امر هم شوی دی.

د یوه بل خبر له مخې پاکستاني ځواکونو له تېرو دوو ورځو راهیسې د کونړ پر دانګام ولسوالۍ ۶۵ د توپونو مرمۍ ویشتي چې ګڼ څاروي یې وژلي او مالي زیانونه یې اړولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...