شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهعبدالله: د طالب بندیانو له خوشې کولو درې ورځې وروسته به بین...

عبدالله: د طالب بندیانو له خوشې کولو درې ورځې وروسته به بین الافغاني خبرې پیل شي

تاند ( شنبه، د اسد ۱۸) د افغانستان د ملي روغې جوړې ملي شورا او سولې مشورتي لویې جرګې مشر عبدالله عبدالله وایي، چې د سولې مشورتي لویې جرګې وروستۍ پرېکړه به سبا اعلان شي.
عبدالله عبدالله، چې نن یې په کابل کې د لویې جرګې اړوند یوې خبري ناستې ته خبرې کولې وویل، د بین الافغاني خبرو پیل پر وړاندې د طالب زندانیانو له خلاصون پرته بل کوم خنډ نشته دی.
هغه ډاډ ورکړ، چې د یادو زندانیانو تر خلاصون درې ورځې وروسته به د بین الافغاني مذاکراتو لومړی پړاو په قطر کې تر سره شي.
عبدالله زیاته کړه که څه هم د سولې مشورتي لویې جرګې یو شمېر غړو د طالب زندانیانو له خلاصون سره مخالفت درلود خو په ټوله کې د کاري کمېټو پرېکړه دا وه، چې یاد زندانیان باید خوشې شي.
د عبدالله په خبره دوی هڅه کوي څو د جګړې د دوام لپاره کومه بله پلمه پاتې نه شي.
نوموړي څرګنده کړه، چې د جرګې ګډونوالو د سولې راتلونکي په اړه هم خپلې اندېښنې او وړاندیزونه له دوی سره شریک کړي او په وینا یې، په مخامخ خبرو کې به د افغانانو ټولو اندېښنو ته په پام له مقابل لوري سره مخ ته لاړ شي.
د سولې مشورتي لویه جرګه د جمعې په ورځ پیل او د شنبې په ورځ پای ته ورسېده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب