که څه هم نړۍ په يوه کلي بدله شوې ده او د ارزښتونو پر سر د جګړې بڼه هم تر پخوا بدله ښکاري، خو د خپل هېواد ساتل اړين دي.
د وخت د انګلستان ملکې اليزابت خپل یو هوښیار استازی(انتوني جن کن سن) د ايران د وخت پاچا ته د يوه ليک سره ولیږه.
محمد نادر ايوبي کندهاری په خپل اثر(پاچاهانو څه کول؟) کې د ایران د تاريخ په حواله ليکي:
«د ملکې اليزابت استازي په خپلو يادښتونو کې ایران ته د خپل سفر په هکله وايي، کله چې د ایران د پاچا(طهماسب صفوي) دربار ته ورغلم. له سلام او درناوي وروسته مې د ملکې اليزابت ليک پاچا ته ورکړ. کله چې پاچا د ملکي لیک واخیست، پوښتنه يې وکړه چې د پرنګيانو له کوم هېواد څخه يم او دلته ایران ته د څه له پاره راغلی يم؟»
دی وايي:
«ما ورته وویل، ښاغلیه اعلیحضرتا! زه د انګلستان هېواد د لندن اوسېدونکی یم. د انګلستان د اغلې ملکې له خوا دنده را سپارل شوې ده چې د ايران له دولت او حکومت سره د دوستۍ تړون رامنځته کړم. تر څو د انګلستان او ايران دواړو هېوادونو تجاران په ازاده او د دوستۍ په فضا کې د یوه او بل په هېواد کې خپل تجارت ته دوام ورکړي. په دې توګه به د دواړو هېوادونو تر منځ تجارت او دوستۍ به د ورورۍ تر کچې ورسېږي او د دواړو هيوادونو د پاچاهانو د لا جلال او شوکت باعث به هم وګرځي.»
د ملکې الیزابت استازی په خپلو یادښتونو کې زیاتوي:
«له بده مرغه کله چې د ايران پاچا له ما څخه د مذهب په هکله پوښتنه وکړه او ما ور ته وویل چې زه مسیحي مذهبه يم. ورو- ورو د پاچا اواز لوړ شو او په ډېره غوسه يې وویل، ای د خدای نه پيژندونکیه! د کفارو سره په هیڅ صورت او هيڅکله نه غواړم چې د دوستۍ تړون لاسلیک کړم او اړیکې ور سره ولرم. امر يې وکړ چې یو څوک په ما پسې ولاړ شئ. د ماڼۍ د غولي په هر ځای چې زه پل ږدم، هغه ځای نښانې کړي. موظف کس زما د هر پله پر ځای رېګ واچولو او نښاني يې کړ. وروسته له هغو نښاني شویو ځایونو يې خښتې و ویستلې او پر ځای يې نورې خښتې هلته ولګولې. دوی د ماڼۍ تر وروستۍ دروازې پورې دا کار تر سره کړ.»
که څه هم دغه عمل یې د کرکې او له نورو د انزجار څرګندونه کوي، هغو شرایطو ته په پام سره پاچا طهماسب ظاهراً هڅه کړې چې خپله هېوادبالنه ثابته کړي.
په هر وخت او هر حالت کې د خپل هیواد ساتل اړين دي.