کلاسیزم په لغت کې له کلاسیس یوناني کلمې څخه اخیستل شوی، چې د طبقې، ډلې او ډلګۍ په مانا ده.
دا کلمه تقریبا د کانویس(canoes) مترادفه ګڼل کیږي، چې د اسکندري کتابتون پوهانو دا اصطلاح د ادبي انواعو، د لیکوالانو ډلو، ډرامه لیکونکو، غزل ویونکو او داسې نورو ته کاروله.
کلاسیزم په اصطلاح کې د رومانتېزم متضاد ګڼل کیږي. کله چې پرې بحث کوو؛ نو موخه مو هماغه هماغه مکتبونه، قواعد، لارې، قراردادونه او هغه احساسات دي، چې د کلاسیکو لیکوالانو لخوا رامنځته شوي او په ورستیو لیکوالانو يې اغېز کړی دی. لکه څنګه چې په رومي ادبیاتو باندې د یوناني ادبیاتو اغېز وینو.
نوی کلاسېزم بیا د لیکوالۍ د معیارونو او ادابو په ورګرځېدل دي؛ خو اثارو محتوايي بدلون مومي، لکه؛ لرغوني رومي ادبیات د لرغوني یونان د کلاسیزم اصول منلي او یوارې یې محتوايي بدلون کړی دی.
کلاسیزم هغه مکتب دی، چې د ادبیاتو په اسمان کې تر ټولو ډېر یعني د (پنځم ق.م ـــ اتلسم ق.م) په ترڅ کې ځلېدلی دی. )پژوهشنامه علوم انساني، بهار،۱۳۸۱ ).
کلاسیزم د ښکلاییزو، تجسمي هنرونو، ادبیاتو، تیاتر، موسیقۍ او معمارۍ په برخه کې یو هنري خوځښت دی. د دې خوځښت هنرمندان د ۱۸ پېړۍ له منځنیو کلونو تر د ۱۹ پېړۍ وروستیو کلونو پورې په اروپا کې په فعالیت بوخت و، چې د یونان او لرغوني روم تر تاثیر لاندې و.
دا سبک په اتلسمه پېړۍ کې په روم کې پیل شو. د دې سبک د رامنځته کېدو لپاره دوه دليلونه د یادونې وړ دي:
-د باروک او وروکوکو په افراطي کارونو يو ډول اعتراض و.
-د لاتین او لرغوني روم د کلاسیک بېا رغونې سره د خلکو مینه وه.
د نوي کلاسېزم پنځګرو په قصدي ډول ځان له لرغونو هنرونو سره محدود کړی و. او لاسي یې د هغه وخت د هنرنو تقلید کاوه. باري، کانووا، فلاکسمان، هامیلیتون او داوید د دې دورې هنرمندان دي، چې د ژاک لويي داوید ډېر ښکلي اثار باید له نورو بېل وګڼل شي؛ لکه، ناپليیون د آلپ غرونو څخه د تېرېدو په حال کې، د مارا مرګ او هوراتي سوګند د ده
له شهکارونو څخه دي.
نوی کلاسیزم هغه کلمه ده چې اصولا د ښکلا، ادبیاتو، تیاتر، موسیقۍ او معمارۍ په برخه کې خوځښت ته اطلاقیږي، چې د لرغوني کلاسیک د هنر او فرهنګ انځور له ځان سره لري. هغه څه چې، نوی کلاسېزم تر ټولو ډېر په اصولي ډول ورپورې تړاو لري د یو اثر Body)) بدنه ده، چې له منطق او قانون څخه پیروي کوي. په ټوله کې کلاسیک د قانون او منطق بیان دی. د نوي کلاسیک هنرمند هغه کس دی، چې په پوره توګه له قوانینو خبر وي. البته دا په دې مانا نه ده چې قوانین تل تکرار کړي بلکې باید له سنت سره یوځای په هر کار کې له سره بیان کړي. نوی کلاسېزم یوازې ابزارګرايي او الهام ګرايي نه ده. تازه ګرايي، نو ګرايي چې مدرنې خبرې دي له نوي کلاسېزم سره په تضاد کې دي. نوی کلاسیزم اصلا د فورمونو د بیا رغونې په لټه کې نه دی. نوی کلاسیزم د هغه جاري سنت څرګندونه ده، چې د کلاسیکې شېوې راز د یو هدف په څېر طی کوي.
د کلاسیک له پیل څخه تر اوسه د نیوکلاسیک کړۍ او د هغه بیا بیانېدل د دې ښکارندويي کوي چې، کلاسیک هغه کمال دی چې په ځینو وختونو کې د هغه نه شتون د خلا سبب شوی او ځينې خلک يې دې ته مجبور کړي دي، چې بېرته رجوع ورته وکړي. همدا رنګه حسن او حرکت د دې لامل شو چې، د پنځلسمې پېړۍ ایټالیايي خلکوانګلیسي ايټالیک چې یو رومي لاس خط دی ، رامنځته کړي. همدا رنګه نیو بابلي فرهنګ د دې لامل شو چې د زردشت مذهب بېرته په ایران کې راژوندی شي.
لومړنی نیوکلاسیکي حرکت په ۱۸۸۹ کال په المان کې د فردریش هاستر لخوا رامنځته شو. په اروپا کې د بصري هنرونو په برخه کې نوی کلاسیزم ۱۲۶۵ کال څخه وروسته پيل شو. د نوي کلاسیزم خوځښت د باروک او روکوکو پر وړاندې د عکس العمل په توګه رامنځته شو، چې دا په ټوله کې د روم او لرغوني یونان د هنرونو د خلوص او ساده ګۍ د بېرته راتګ لپاره یوه هیله وه.
د باروک او روکوکو د هنر پر وړاندې د نوي کلاسیزم نقاشي له ډول، ډول او ګيچ کونکو رنګونو څخه خالي وې او په هغوی کې له تېزو ، اصلي او رڼا رنګونو څخه ګټه اخیستل کېده.په فرانسه کې د نوي کلاسیزم په سبک کې د يو اوچت شخصیت په توګه کولای شو د دیوید نوم واخلو. لوسیس دیوید په خپلو نقاشیو کې له يوناني عناصرو څخه په ګټه اخیستو د فرانسې انقلاب ستاینه کوله. هر نیوکلاسیست کولای شي له کلاسیکي لارو څخه يوه وټاکي، چې په هغې کې لاسرسی ولري او نور کلاسیکي عناصر په پام کې ونه نیسي.
نوی کلاسیزم په لومړیو کې په فرانسه او انګلستان کې اغېز ښندونکی و. او د فرانسوي زده کونکو ترمنځ ، چې د روم د فرهنګ او د وینفکل من (WINCHELMAN) تر اغېز لاندې و، ظهور وکړ. ډېر ژر دې خوځښت (سوند) ته لاره پیدا کړه. په لومړيو کې تغیراتو په ښکلاييزو فورمونو؛ لکه ، د اشرافي کورونه دنني تزیین کې یې اغېز وکړ.
د نوي کلاسیزم دویمه څپه:
د دوو جګړو ترمنځ: په دې وخت کې د نوي کلاسېزم بل اړین خوځښت د شلمې پېړۍ د خوځښت په نامه رامنځته شو. دې خوځښت تر ټولو زیاد موسیقۍ، ادبیات او فلسفې ته مخه کړه. دا خوځښت د لومړۍ او دویمې نړۍ والې جګړې د پای تر منځ رامنځته شو. د لرغوني یونان او روم کلاسیکه فلسفه او تمدن د لویدیځ د فکري او ټولنیز تمدن بنسټ جوړوي. د تېرو ۲۰۰۰ کلونو په ترڅ کې کلاسیکه فلسفه د لویدیځ په فکر او کالبد کې ښکارېده. کلاسیک چې د مدرنې معمارۍ تر نیمې پېړۍ زیاتې برترۍ له امله له پامه غورځېدلی و، ورسته ورو، ورو د هغو نیوکو چې په مدرن سبک په ځانګړي ډول په لندن کې (۱۹۷۵) د حومه ښار، د کورونو نابودي په نوم ، نندارتون څخه وروسته بیا مطرح شو.
د نیوکلاسیک معماران د مدرنو معمارانو په څېر چې تېر وخت په پام کې نیسي ، دي؛ خو د دواړولیدلورو ترمنځ یو اختلاف شتون لري. او هغه دا چې پست مدرنه معماري د انسان هویت ته ارزښت ورکوي او د هر توکم او ملت تاریخ د هغوی له نظره د هغه قوم یوه برخه ده؛ نو هغوی په هره سیمه کې د هغه قوم د معمارۍ قواعد او فرهنګي تاریخ انخوروي. دا انځورونه تقلید نه دی بلکې هغه څه چې د یو ملت د هویت اړوندیږي، د هغوی په ساختمانونو کې روښانه کیږي. نو د پست مدرن معماران د تناسبونو، رنګونو او کارونو په بدلو کې ځان له شک سره نه مخ کوي.
نیوکلاسیک معماران بیا د انګریزي (کونیلین تري) د نوي کلاسېزم مهم نظر ورکونکی، په څېر په دې باور دي چې کلاسیک نظمونه اسماني او سسپېڅلي الهامونه دي؛ نو هغو ته بدلون ورکول ښه کار نه دی. د نیوکلاسیک معمارانو له نظره پست مدرن سبک یو مد دی ځکه چي په ده کې د کلاسیک اصول په طبع او نظر سره بدل شوي دي.
نیوکلاسیک معماران مدرن سبک هم د منلو وړ نه ګڼي لکه څنګه چې “کونیلین تري “ویلي دي: مدرنيزم هر هغه روش څخه پرهېز دی چې ګټه يې درلوده. نیوکلاسیک معماران کلایسکه معماري د خپل الهام د سرچينې په توګه مني.
که وغواړو دا سبک په یوه جمله کې تعریف کړو؛ نو ویلای شو: د نیوکلاسیک جوړښت د کلاسیک پوستکي په مدرنو امکاناتو دی.
اوس غواړم د نوي کلاسیزم بېلګې په پښتو ادب کې د سید راحت زاخیلي په اشعارو کې وړاندې کړم.
په پښتو شاعرۍ کې همدغه بهير دشلمې پيړۍ دپيل کلونو ته رسيږي، په افغانستان کې دسراج الخبار زمانه اوپښتونخوا کې دانګريزي ښکيلاک په وړاندې دشهوري مبارزې مهال د داسې بهير لومړني څرکونه راوځلول.
د نيو کلاسيسيزم بهير داقتصادي، فرهنګي،سياسي، اوټولنيزو بدلونو په بستر کې وده وکړه، دژوند ورځنيو پيښو او اررزښتونو اومبهمو تخيلاتو ځای ونيو اوله عيني ژوند څخه تيښته پای ته ورسيده. د ذهني افسانو دښامارانو ښاپيريو اوديوانو ځای هغه اشيا ونيول، چې دانسان دژوند سره ورځنۍ اړيکې درلودې، دنيوکلا سيسکانو په شعر اوهنر کې مينه، عرفان، باورنه، فلسفي افکار اوښکلا خوښونه هم نوي شول.
دپښتونخوا په نيوکلاسيسکانو کې يو هم پياوړی کيسه ليکوال اوشاعر، ارواښادسيد راحت زاخيلي دی.
دده په شاعرۍ کې هم دکلاسيکو شاعرانو په څير عرفان، مينه، تشبيه، اواستعاري ښکلا ستاينه دځينو فلسفي پوښتنو څرکونه لولو؛ هغه څه چې کتنه ده زما په نظر داځانګړنه ورسته بيا حمزه شينواري اوپه ټولنيز توګه دخيبر غزليز مکتب لا پسي وپا له.
دزاخيلي لاندې غزل ته پاملرنه وکړی.
وريځ يخـــه را خوره شوه ګلشــن باندې
هـــوا ټکــــوهـــل جـــاحز په لـــمن باندې
ګلزار ځـــوانان دي څومره په نشــــه کې
لاله پريوته بد مست په ســوسن باندې
دعشق اوښکې دښايست په مخ کړيږي
يالعــــلونه په سبــــزي دچمـــن بانـــدې
د زاخيلي له پورته غزل څخه د معاصري انځور هستونې لومړی فني څرکونه معلوميږي، دغه دزاخيلي صاحب نوښت دی، چې په بدمستۍ کې لاله په سوسن ور پرې باسي اوبلبل مجبوروي چې دګل په لمن لمونځ وکړي دغه تصويرونه دطبيعت هغه ډول هستونه ده، چې دشاعر خوښيږي زاخيلي هم له خپلي معشوقي سره عيني رابطه تمسيلوي، هيڅ اړيکه نا طبعي، اسماني واهي اوزهني نه ده.
نيو کلا سيک شاعرۍ يوازې دنوي بيان او وينا توان ولري، تر ځان به هر نړۍ ته له نوي ليد لوري کتل مهم دي اوله خپلو احساساتو سره ددغې بهرنۍ نړۍ دتړون ريښتين ولۍ اوبيا دهغو بريالی تمثيل هغه څه دې چې نومهالو سترو شاعرنو تر سره کړي دي.
شتـــــــه لا دولت دليـــونتوب له هــــوښــــيارو سره
لا څــــه اسره درحــــم شته ستــــا له ګنــــګارو سره
چـــاچــــې دا ستا لېونی نور ستا په جلوه کړو اوچت
خــــدای دي ښـــــه کړي اخرت کې مــــدګارو سره
ستوري پريوځي وار په وار ډيوي مړي کيږي زموږ
او پتنــــګان ځي ويده کيــــــږي تورو خـــاورو ســــره
تــش تصــــوير يې دهغــــه اوفقط خيــــال دهــــــغه
نور وايه څــــه دي دراحت غــــوندې يــې کار ورسره
دپښتو شاعرۍ دتحول اوپر مختګ څيړونکي که غواړي چې دفورم اومحتوا له مخې دپښتو شاعرۍ مډرن دوران ته ورسيږي؛ نو يادو نوښتونو ورته داروښاد زاخيلي ګڼ غزلونه اوبيتونه دليدلوري او انځور هستوني له اړخه خامخا په خپلو بيلګو کې وارزوي دپښتو غزل په نوې کولو کې دراحت زاخيلي غزلونه دتاداو ارزښت لري.
ماخذونه:
۱ـ تراويک، باکنر؛ تاريخ ادبيات جهان، ژباړن: عربعلي رضايي، تهران، نشر و پژوهش فرزان روز، لومړی چاپ ۱۳۷۳، په دوه جلدونو کې.
۲ـ نور بجش، سيد مهدي؛ کلاسيزم جدید.
۳ـ ـــــــــــــــــــ؛ ادبي سبکونه او مکتبونه.
۴ـ پښتون، مسعود؛ نړېوال ادبی مکتبونه او د هغوی اصول.
۵ـ انټرنټ.