شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهعبدالله: د مشورتي لويې جرګې عمومي روحيه له سولې پر ملاتړ راڅرخيده

عبدالله: د مشورتي لويې جرګې عمومي روحيه له سولې پر ملاتړ راڅرخيده

تاند (شنبه، د اسد ۱۸) د مشورتي لويې جرګې مشر عبدالله عبدالله وايي، د مشورتي لويې جرګې د غړو عمومي روحيه له سولې د ملاتړ په اړه ده، جرګه ژر تر ژره د بين‌الافغاني خبرو د پيل غوښتنه کوي خو ځينې اندېښنې هم شته.

عبدالله نن په کابل کې خبري غونډې ته وويل، که لويه جرګه د طالب بنديانو د خوشي کېدو مشوره ورکړي او زندانیان خوشي شي، د بنديانو تر خلاصون درې ورځې وروسته په قطر کې بين‌الافغاني خبرې پيلېږي.

د مشورتي لويې جرګې مشر عبدالله عبدالله هغو ګنګوسو ته په ځواب کې چې ګواکې د ۴۰۰ طالب بنديانو له منځه يو شمېر يې لوی اختر کې يا له هغه وروسته خوشي شوي وويل، تر دې مهاله د ۴۰۰ طالب زندانيانو له ډلې هېڅوک نه دي ازاد شوي، دا يوازې ګنګوسې دي، ۵۰۰ نور طالب بنديان خوشي شوي.

عبدالله وايي، په ۴۰۰ طالب بنديانو کې هېڅ بهرنی وګړی نشته، ټول افغانان دي، د کټګورۍ په ډول يې جرمونه هم د جرګې له غړو سره شريک شوي دي.

عبدالله عبدالله د بلقيس روشن د اعتراض او وروسته له جرګې د ايستل کېدو په تړاو وويل:

اعتراض د هر چا حق دی، بلقيس روشن هم د اعتراض حق درلود، ما ترې بښنه وغوښته، دا ډول چلند اصلاً د منلو وړ نه دی، دا چلند غيرمناسب و.

عبدالله زياته کړه، د مشورتي لويې جرګې تر پای ته رسېدو وروسته د ملي پخلاينې عالي شورا تشکيل اعلانېږي، د نوموړي په خبره، تر لوی اختر وروسته دا تشکيل اعلانېده، خو د مشورتي لويې جرګې د جوړېدو له کبله وځنډېد.

دغه مشورتي جرګه د افغان حکومت له لوري د ۴۰۰ طالب بنديانو د خوشي کېدو يا نه خوشي کېدو په تړاو د مشورې اخیستلو لپاره رابلل شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب