Homeخبرونهمشورتي لویه جرګه: د سولې هوکړې دې د سیمه ییزو او نړیوالو...

مشورتي لویه جرګه: د سولې هوکړې دې د سیمه ییزو او نړیوالو سازمانونو تر څار لاندې ترسره شي

تاند (شنبه، د اسد ۱۸) د سولې لپاره د مشورتي لویې جرګې د دویمې ورځې په پای ته رسېدو سره د جرګې کاري کمېټو خپل وړاندیزونه او پرېکړې په اتلس مادو کې وړاندې کړل.

د ملي روغې جوړې له عالي شورا څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د لویې جرګې کاري کمېټو ګڼ شمېر مشورې حکومت ته ورکړې او د ۴۰۰ طالب بندیانو د خلاصون غوښتنه یې کړې او هم مهال یې له قید او شرط پرته د دوه اړخیز اوربند پر تینګېدو هم ټینګار کړی دی.

د دغې جرګې مهمې پرېکړې په دې ډول دي:

حکومت دې پاتې ۴۰۰ طالب بندیان خوشې کړي، څو په هېواد کې د جګړې دوام ته کومه بهانه پاتې نه شي.

دواړه لوري دې باعزته سولې ته د رسېدو لپاره نرمښت وښيي او د بندیانو له خلاصون سره دې دوامداره اوربند ټینګ شي.

ښکیل لوري دې اوربند ته ژمن پاتې شي او بین الافغاني مذاکرات دې ژر تر ژره پیل شي.

د سولې خبرې دې په افغانستان کې د ننه تر سره شي او طالبان دې له ترهګریزو کړنو لاس واخلي.

د زندانیانو د خوشې کېدو سره دې ملي او نړیوال ضمانتونه واخیستل شي او د سولې په خبرو کې دې له جمهوریت، د بیان له ازادۍ، د ښځو حقونو او د تېرو ۱۹ کلونو په موده کې چې کومې لاسته راوړنې لرو په کلکه دې ترې دفاع وشي.

همدارنګه د سولې هوکړې دې د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو او سیمه ییزو سازمانونو تر څار لاندې ترسره شي.

د کاري کمېټو تر اعلان وروسته د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر وویل د بندیانو تر خلاصون وروسته به د افغانانو تر منځ خبرې اترې پیل شي او د سولې مشورتي لویې جرګې وروستۍ پرېکړه به سبا اعلان شي.

ښاغلي عبدالله چې نن یې په کابل کې یوې خبري غونډې ته وینا کوله وویل، د افغانانو تر منځ د خبرو د پیل پر وړاندې د طالب بندیانو له خلاصون پرته بل خنډ نشته او ددغو زندانیانو تر خوشې کېدو درې ورځې وروسته به په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو لومړی پړاو پیل شي.

نوموړي زیاته کړه، که څه هم د مشورتي لویې جرګې ځیني غړو د طالب بندیانو له خوشې کېدو سره مخالف درلود خو نهایي پرېکړه دا شوه چې زندانیان باید خوشې شي څو د جګړې د دوام لپاره کومه بهانه پاتې نه شي.

د ملې روغې جوړې عالي شورا مشر وویل، د جرګې غړو د سولې د راتلونکي په اړه خپلې اندېښنې او وړاندیزونه له دوی سره شریک کړي چې په مخامخ خبرو که به ټولو اندېښنو ته په پام مقابل لوري سره مخته لاړ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...