Homeخبرونهشېرزادو ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري د هاوان مرمۍ لګیدو پېښه...

شېرزادو ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري د هاوان مرمۍ لګیدو پېښه کې د یوې کورنۍ ۹ غړي ټپیان شوي

تاند (شنبه، د اسد ۱۸) د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، چې د دې ولایت شیرزادو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو له لورې د هاوان مرمۍ توغول شوې او په یوه کور لګېدلې ده.
خوږیاڼی زیاتوي،چې د دې پېښې له امله د هغې کورنۍ د دوو میرمنو او یو ماشوم په ګډون نهه غړي ټپيان شوي دي.
https://taand.net/%d9%87%d8%b1%d8%a7%d8%aa-%da%a9%db%90-%d8%af-%d9%85%d9%84%d9%8a-%d8%a7%d9%85%d9%86%db%8c%d8%aa-%d9%84%d9%87-%d9%84%d9%88%d8%b1%d9%8a-%d8%aa%d9%88%d8%ba%d9%88%d9%84-%d8%b4%d9%88%d9%8a-%d8%b1%d8%a7/
نوموړی زیاتوي، چې د پیښې ټپیان په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
دغه راز د یو بل خبر له مخې د شیرزادو ولسوالۍ په قاضي کلا سیمه کې د امنیتي ځواکونو په ځوابیه برید کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې یو غړی وژل شوی دی.
وسله والو طالبانو د یادو پیښو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...