شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهامريکايي څارنوال د ام‌ ټي‌ ان له خوا وسله‌والو ډلو ته د...

امريکايي څارنوال د ام‌ ټي‌ ان له خوا وسله‌والو ډلو ته د باج ورکولو او له افغانستانه د وتلو په اړه راپورونو ته غبرګون وښود

تاند(شنبه، د اسد ۱۸) يوه امريکايي څارنوال له افغانستانه د امي ټي ان مخابراتي شرکت وتلو او دغه راز له وسله‌ والو ډلو سره د دې شرکت د اړيکو په تړاو راپورونو ته غبرګون وښود.

راين سپاراکينو چې تر دې وړاندې يې په افغانستان کې له وسله‌ والو ډلو سره د ام ټي ان مخابراتي شرکت د اړيکو او ترهګرو ډلو ته د دې شرکت له لوري د پيسو د ورکړې ادعا هم کړې وه، په يوه اعلاميه کې ويلي:

لکه څنګه چې يو شمېر کورنيو په خپلو شکايتونو کې ادعا کړې، ام ټي ان په اغېزمن ډول د ايران د سپاه‌پاسداران ملګری دی، د دې پر ځای چې ام ټي ان ژر تر ژره له سپاه‌پاسداران او په افغانستان کې د دې سازمان له لوري د ملاتړ کېدو ترهګرو ډلو سره اړيکې پرې کړي، هڅه کوي د خپلو اسهامو د پلور له لارې وروستۍ ګټه هم ترلاسه کړې.

رويټرز د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړ چې ام ټي ان غواړي په افغانستان او منځني ختيځ کې خپل فعاليتونه دروي او پر ځای يې غواړي سويلي افريقا کې پر خپلو تګلارو تمرکز وکړي.

د دې راپور له مخې ام ټي ان غواړي په افغانستان، سوريه او يمن کې خپل اسهام په نورو مخابراتي شبکو وپلوري.

پر ام تي ان تور پورې شوی چې په افغانستان کې د خپلو انتنونو د ساتنې په هدف وسله‌ والو طالبانو او نورو وسله‌ والو ډلو ته باج ورکوي خو ام ټي ان مخابراتي شرکت دغه تورونه رد کړي دي.

د روان کال په جنوري مياشت کې هم داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ام ټي ان افغانستان کې د خپلو انتنونو د ساتنې په هدف طالبانو او القاعدې ته باج ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب