یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد کوټې په انتحاري بريدکې د وژل شوو وکيلانو ۴م تلين ولمانځل...

د کوټې په انتحاري بريدکې د وژل شوو وکيلانو ۴م تلين ولمانځل شو

رفيع الله مندوخېل، اسلام اباد

د زمري، اسد ۱۸  مه  ۱۳۹۹

    د بلوچستان ايالت په مرکز کوټه او د ايالت  په  نورو برخو کې نن د شنبې ورځ په انتحاري بريد کې د وژل شوو وکيلانو په ياد کې د توري ورځې په توګه ولمانځل شوه. څلور کاله وړاندې په مېلادي کال ۲۰۱۶ کې د اګست پر اتمه نېټه کې د کوټې په سول روغتون کې پر وکيلانو ځانمرګی بريد شوی و، چې په کې لسګونه  وکيلانو ته  مرګ  ژوبله  اووښتې وه.

په کوټه کې د بلوچستان عالي محکمې وکيلانو په محکمو کې تور بيرغونه ځوړند  کړي او د احتجاج  په توګه  محکمو ته  نه  وو حاضر شوي.

د ملتپال عوامي نېشنل ګوند له  خوا هم په  ايالت کې غونډې جوړي شوې او د ګوند مشر اسفنديار ولي خان د وکيلانو پر وژنه  اندېښنه  څرګنده کړې. د بلوچستان اعلی وزير جام کمال ويلي، چې د وژل شوو وکيلانو له  کورونيو سره  په  دې درانه  غم کې شريک دی.

د بلوچستان د وکيلانو د اتحاديې مرستيال مشر وکيل منيراحمد کاکړ وايي، چې د اتم اګست  له خونړي بريد وروسته  د وکيلانو په شمېر کې نور هم زياتوالی راغلی دی. نوموړي له حکومت  څخه غوښتي چې د پېښې د تحقيقاتو لپاره  د جوړ شوي کميسيون سپارښتنې بايد عملي شي. د کميسيون په راپور کې د پاکستان د کورنيو چارو مرکزي وزارت د تروريزم  په مخنيوي کې ناکامه  بلل شوی  و او د بلوچستان پخوانی اعلی وزير او د کورنيو چارو وزير بيا په  دې ګرم  بلل شوي، چې تر تحقيقاتو وړاندې يې د ګاونډيو هيوادونو استخباراتي ادارې په  بريد کې په لاس لرلو تورنې کړې وې.

د مېلادي کال ۲۰۱۶ د اګست مياشتې پر اتمه  نېټه  د کوټې په سول روغتون کې يوې زورورې چاودنې يو سل اوولس  تنو ته مرګ  ژوبله اړولې وه، په وژل شويو او ټپيانو کې زياتره مدافع  وکيلان و. چاودنه  د کوټې د سول روغتون  په لويه  دروازه  کې هغه مهال شوې، کله چې سلګونه وکيلان د يو مدافع وکيل تر وژنې وروسته سره رايوځای شوي  وو. ترپېښي لږساعت وړاندي د کوټې پر منوجان سړک ناڅرګنده وسله والو يو مدافع وکيل بلال کاسی چې محکمې ته روان  و، په ډزو وژلی و، له پېښي وروسته  سلګونه وکيلان د سول روغتون مخ ته سره رايو ځای شول، چې ناڅاپه يوه زوروره چاودنه  وشوه. په پېښه کې اووه پنځوس وکېلان وژل شوي او شپېته نور ژوبل شوي  وو. په انتحاري بريد کې دوو ځايي خبريالانو هم  ژوند له لاسه ورکړی و.د بريد مسؤلیت  حزب الاحرار نومي وسله  واله ډلې منلی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب